افغانستان

هرات: ترافيکې پيښه کې نهه تنه شوي

نن ټکی اسيا: پرون ماښام ناوخته د هيواد لوديځ هرات ولايت کې د اسلام کلا پر لويه لار ترافیکي پيښه کې نهه تنه وژل شوي دی.

د هرات ولايت چاواکي وايي چې، د يوه سراچه ډولی موټر له بل بار وړونکې لارۍ سره د ټکر له امله نهه تنه وژل شوي دي. ويل کيږي چې، وژل شوي کسان هغه افغان کډوال وو، چې، له ايران څخه افغانستان راستانه شوي وو، چې په لاره کې د ترافيکي پيښې ښکار شول.

د هرات محلي چاواکي وايي چې، پيښه د موټر چلوونکي د نه احتياط له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده چې، د هيواد په بېلا بيلو سيمو،  په ځانګړې توګه پر لويو لارو ترافيکي پيښې ډېر رامنتځته کيږي او تر ټول ستر لامل يې د چلوونکو بې احتياطي ګڼل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x