د ابوبکر البغدادي نوی صوتي پیغام خپور شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د اسلامي دولت ډلې «داعش» مشر ابوبکر بغدادي له څه باندې یوه کال وروسته نوی صوتي پيغام نشر کړ.

د نوموړي نوی غږیږ پيغام چې د «الفرقان» خپرندویه موسسې له لوري نشر شوی، داعشیانو ته په کې د خپل رهبر لخوا لازم هدایات او جنګي توصیې شوي دي.

بغدادي په خپل پیغام کې د هغو بایللو جګړو یادونه هم کړې چې په دې وروستیو کې د داعش ډله ورسره مخ شوې او د خپلو ملاتړو هغو تلفاتو ته یې هم اشاره کړې چې په «موصل، سرت، رقه، رمادي او حماة» کې دې ډلې ته رسیدلي دي.

د نوموړي د وروستي غږیږ پيغام له نشر وروسته د امریکا استخباراتو ویلي چې دوی په دې کي شک نه لري چې دا به د بغدادي غږ نه وي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی يې په اړه تحقیقات کوي. د یادونې وړ ده چې روسیې مخکې د نوموړي د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د بغدادي په اړه ګمان کېده چې د سوریې او عراق تر منځ پر پوله باندي متحرک پاته شوی خو اوس چې دغه لاره بنده شوې نو ګمان کیږي چې د سوریې په ختیځه کې به د فرات په وادي کې چیرته پټ وي.

ابوبکر البغدادي د لومړي او اخیري ځل لپاره په کال ۲۰۱۴ کې هغه وخت را څرګند شو کله چې یې په موصل ښار کې د تاریخي جومات «جامع النوري الکبیر» څخه خپل خلافت اعلان کړ او ځان یې نړۍ ته د خلیفة المسلمین په توګه ور معرفي کړ.

نوموړی خپل وروستی پیغام په داسې حال کې نشروي چې د داعش هنګامه دپخوا په پرتله سړه شوې، او په عراق او سوریا کې د پوځي ځواک په ځپل کیدو سربیره یې د خپلې واکمنۍ تر نیمایي زیاتې سیمې له لاسه وتلې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

کله چه د ایران او روسی فوځیانو ته سوریه واپس وسپارل شوه ، (دا هغه وخت دی چه د داعش باوری مشران دوی له هغو سیمو ویستلی وو ) ، د ایران د استخباراتو وزیر اعلان وکړو چه مونږ البغدادی و موندلو ، زما ویښتان پورته شول ، ورپسی جمله کی یی لیکلی وو داسی ځای کی د اسراییلو استخباراتو په واسطه موندل شوی چه مونږ یی له هغه ځایه نه راویستلی او نه په نښه کولی شو ، هغه ځای عراق کی د امریکایانو تر ټولو لوی نظامی بیس دی . ځو ځلی روسانو د البغدادی د وژلو اعلان… نور لوستل »