افغانستان

فراه: په تیرو پنځو شپو کې تر ۴۰ زیات پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته طالبانو د فراه ولایت د بالابولک ولسوالۍ په «کنسک» کلي کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې نهه تنه پولیس ووژل شول او ۴ تنه یې طالبانو ژوندي ونیول.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې د تیرې شپې جګړه په ساعتونو دوام وکړ خو بیا هم د پوستې کومک ته څوک نه راغلل، چې بالاخیره پوسته سقوط شوه او ټول مهمات یې طالبانو غنیمت کړل.

د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع رسنیو ته د یادي پيښې تایید کړی او ویلي دي چې له تیرو پنځو شپو راهیسي طالبان په تکتیکي ډول پر یوه یوه پوسته برید کوي او په ورته توګه مرګ ژوبله اړوي خو د ولایت مقام او امنیتي مسؤولین یې په وړاندي هیڅ اقدام نه کوي.

نوموړي وویل چې په تیرو پنځو شپو کې په پرلپسې ډول پوستې له منځه وړل شوي، تر ۴۰ زیات پولیس په کښي وژل شوي دي او لږ تر لږه لس تنه طالبانو ژوندي نیولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ورته معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې تېره شپه په یاده سیمه کې طالبانو پر یوې پوستې جګړه وکړه چې له امله یې نهه پولیس ووژل شول او ۴ نور ژوندي ونیول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x