افغانستان

په پکتیکا کې په لومړي ځل ملي تلویزیون خپرونې پیل کړې

نن ټکی آسیا: د افغانستان ملي رادیو تلویزیون په لومړي ځل په لرې پراته پکتیکا ولایت کې رسما خپرونې پيل کړې او مرکزي او ځايي چارواکو یې پرانسته وکړه.
د ملي تلوېزیون د خپرونو د پیل په مراسمو کې د افغانستان د ملي رادیو ټلوېزیون رییس ښاغلي زرین انځور، د دغه ولایت والي محب الله صمیم او پر دې سربېره په ولسي جرګه کې د دې ولایت ځينو استازو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا کې له دې وړاندې نورې چاپي او غږیزې رسنۍ وې،  خو انځوریزه رسنۍ پکې نه وه او ملي تلوېزیون یې لومړی انځوریزه رسنۍ ده.
د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون لوی رییس زرین انځور په دغه مراسمو کې و ویل، دغه پروژه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د پراختیايي بودجې څخه د کابو  ۱۳ نیم میلیونه افغانۍ په لګښت سره په اسټنډرډ او معیاري بڼه جوړه شوې چې د ودانۍ او تخنیک چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړی ژمنه وکړه چې د تخنیکي وسایلو په برخه کې به نورې هڅې هم وکړي.
د پکتیکا والي محب الله صمیم د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او رهبري پلاوې څخه د مننې تر څنګ په دې ولایت کې د ملي تلویزیون پرانیستل په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې یو ښه ګام وباله .
صمیم له مرکزي ادارې وغوښتل، چې ددغې پروژې د تخنیکي برخي په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي، تر څو پکتیکا وال هم د هیواد د نورو ولایتونو په شان له حقه حقونو برخمن شي.
ویل کېږي، چې دا مهال په پکتیکا کې پر ملي تلوېزیون سربېره درې سمیزې راډیوګانې فعالیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x