سوریه: په رقه ښار کې امریکایانو ته مرګ ژبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د سوریې په رقه ښار کې د اسلامي دولت ډلې «داعش» په ځوابي برید کې امریکایان او تر سل زیات کردي ملېشې وژل شوي دي.

د راپورونو سره سم د رقه پر ښار له تیرو څو میاشتو راهیسي د امریکا په ملاتړ کردي ملیشو (PYD) بریدونه پیل کړي دي او په وینا یې تر اتیا سلنه ښار یې د داعش څخه نیولی دی.

د ترکيې خبري اژانس اناطولیه د راپور سره سم تېره پنجشنبه داعش پر رقه ښار ناڅاپه ځوابي برید وکړ چې له امله یې تر سل زیات کردي عسکر ووژل شول او یو شمېر امریکايي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو لا یې دقیقه شمېره نه ده څرګنده شوې.

یاد اژانس ویلي چې امریکايي مړي او ټپيان د رقه په شمال کې د عین عیسی روغتون ته وړل شوي دي. او زیاته کړې ده چې داعش په دغه برید کې د کردي ملیشو له جامو او موټرو څخه په استفادې برید وکړ چې له امله یې د ښار نیمی برخه بیرته نیولې ده او جګړه لا په شدت سره روانه ده.

باید وویل شي چې د روان کال د جون میاشتې څخه کردي ملیشو د امریکايي ځواکونو په قومانده او هوايي مرستې د داعش پر پلازمینې «الرقه» باندي بریدونه پیل کړه او د ۸۰ سلنه ښار نیولو دعوه یې هم وکړه.

پر الرقه ښار باندي د بمباریو او مسلسلو جګړو له امله په زرګونو ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او همداراز په لسګونو زره نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د