
سوریه: امریکايي الوتکه غورځېدلي او دوه عسکر ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ د سوریې په الرقه ښار کې د امریکایانو یوه الوتکه غورځېدلې او دوه پیلوټان یې ټپيان شوي دي.
د امریکايي تلویزون سي ان ان د راپور سره سم په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي ایتلاف رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن اعلان وکړ چې ددوی یوه (MV-22 Osprey tilt-rotor) ډوله الوتکه وغورځېده چې له امله یې دوه تنه پيلوټان ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو پيلوټانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او الوتکه یې د دښمن په ډزو نه ده غورځېدلې، بلکې د تخنیکي ستونزو له امله د ناستې پر مهال غورځېدلې.
باید وویل شي چې د ترکیې خبري اژانس اناطولیه د راپور سره سم د پنجشنبې په ورځ د داعش په ځوابي برید کې تر سل زیات کردي ملیشې وژل شوي او یو شمېر امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
ځینی خلک وایی چه زما په اند دا کار سم یا ناسمه دی ، د هغه کس اند د هغو د معلوماتو او علمی او سیاسیت استعداد او د هغو د سم او یا ناسم لید لوری پوری هم اړه لری کیدی شی د هغه کس اند هم سم او یا ناسم وی ، دا زما د نظر خبره نه ده د هغه سیمی او نړی د حالاتو له مخی ارزونه کوو : داعشیان چه چا زیږولی ، د هغوی بچیان دی بچیان څوک د وژلو د پاره نه زیږوی ، هو هغه تیروتلی که مړه کړی چه د دوی… نور لوستل »