
قاسميار: د پاکستان له زندانو راخلاص شوي طالبان د سولې پروسې سره مرسته نکوي
د سولې شورا يو جګپوړي مشر اسماعيل قاسميار ويلي چې، کوم طالبان د دوی په مرسته د پاکستان له بنده راخلاص شوي، د سولې پروسې سره هيڅ مرسته نکوي.
د سولې شورا د نړيوالو چارو مشاور ښاغلی قاسميار وايي چې، دوی د دغو طالب بنديانو په راخلاصولو کې ځکه کوښښ کاوه چې، د سولې پروسه کې ونډه واخلي.
قاسميار نن يکشنبه په کابل کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، د دغو زندانانيانو خلاصونه بايد د يو ځانکړي تړون له مخې شوی وای او پر دغو خلاص شويو طالب مشرانو دا منل شوي وای چې، د سولې پروسې سره به مرسته کوي.
يو شمېر کارپوهانو لا له مخکې ويل چې، دغه طالب مشران به له راخلاصيدو وروسته هيڅکله د سولې پروسې سره مرسته ونکړي، ځکه چې دوی خپل مشر او کار ته ژمن دي.