دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې ننوزي اوس دا شیطان انساني نفس ته له کومې لارې ننوزي دا د ټولو انسانانو لپاره یو شان نه وي په تېرو برخو کې مو د شیطان په پنځو لارو خبرې وکولې د هغې په تعقیب …

انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره

غصه

یو له هغه دروازو څخه چې شیطان له هغې نه د انسان زړه ته ور ننوزي غصه هم ده لکه چې معلومه ده کله چې یو انسان غصه شي نو خپل د ځان اختیار یې هم له لاسه وزي او شیطان یې په دماغو او په زړه باندې حاکم شي نو بیا د هغه خوښه وي چې په انسان باندې کوم عملونه کوي ، لږ وروسته چې له انسان نه غصه ختمه شي نو بیا انسان ورباندې خپله هم ډېر خفه وي خو وخت تېر وي نو غصه هم له هغه لارو څخه ده چې له دې نه هم شیطان د انسان زړه ته د ننوتلو لاره ور پیدا کوي خو دا غصه په دوه ډوله ده :

الغضب المحمود (ښه ستایلې شوې غصه)

الغضب المذموم (بده ستایلې شوې غصه)

ښه ستایلې شوې غصه هغه ده چې انسان ته د دین او حق په لاره کې ورشي او دا نېکانو صفت دی او د رسول الله صلی الله علیه و سلم له مبارکو صفاتو څخه هم ده حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي : مَا ضَرَبَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – شَيْئًا قَطُّ بِيَدِهِ، لاَ امْرَأَةً، وَلاَ خَادِمًا، إِلاَّ أَنْ يُجَاهِدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَمَا نِيلَ مِنْهُ شَيْءٌ قَطُّ فَيَنْتَقِمَ مِنْ صَاحِبِهِ إِلاَّ أَنْ يُنْتَهَكَ شَيْءٌ مِنْ مَحَارِمِ اللَّهِ فَيَنْتَقِمَ لِلَّهِ – عز وجل. رواه مسلم

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه و سلم کله هم کوم شی په لاس سره نه دي وهلي نه ښځه ، نه خادم مګر دا چې د الله جل جلاله په لاره کې به یې جهاد کاوه ، هغه ته څه شی هم نه دي رسېدلي چې بیا یې له هغه کس نه بدل اخیستی وي چې د چا له لوري ورته رسېدلي وي مګر دا چې د الله جل جلاله د محارمو سپکاوی وشي نو د الله جل جلاله لپاره به یې ترې انتقام اخیستلو .

بده ستایلې شوې غصه هغه ده چې انسان له عدالت او انصاف نه وباسي ، کله چې انسان ته ورشي هغه په حقونو باندې تجاوز وکوي ، په بندګانو باندې ظلم وکوي ، له بندګانو نه د خپل بدل اخیستلو کو ښښ کوي همدا هغه غصه ده چې شیطان ورته ډېر زیات خوشحال کیږي او بیا بیا د انسان په دماغو کې پدې وخت کې کار کوي ، انسان ته داسې صحنې ورته یادوي چې له هغوی سره دده غصه نوره هم تازه شي ، انسان ته ور په زړه کوي چې له ده سره زیاتی شوی دی ، ورته وایي چې دی باید داسې کار وکوي چې مقابل لوري ته یې درس پاتې شي … او داسې نور ..

د غصې علاج

علما‌ء کرام فرمايي چې انسان باید تر آخري حده پورې کوښښ وکوي چې لدې ډول غصې نه ځان وساتي او که انسان ته غصه ورشی نو باید خپل ځان په واک کې وساتي داسې څه ونه کوي چې تر غصې وروسته بیا ورباندې خفه وي علماوو ددې لپاره چې له بدې ستایلې شوې غصې نه انسان ځان څنګه خلاص کړي څو کارونه ښودلي دي چې ددې غصې علاج ورباندې کیږي د مثال په توګه :

اعوذ بالله ویل

انسان باید پدې پوه شی چې دا حرکات چې دده د ننه اوس را پیدا شوي دي ، دا چې دی د کوم ناروا انتقام لور ته خوځوي ، دا چې دی یې نا قراره کړی دی دا ټول د شیطان حرکت دی انسان باید سم د لاسه دغه حرکتونه او خیالات له ذهن نه وباسي او اعوذ بالله ووايي الله جل جلاله فرمايي : وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (36). سورة فصلت

ترجمه : او که ورسیږي تاته له طرفه د شیطان څه تباهي، وسوسه (چې دی واړوي تا له دغه ښه خصلت) پس پناه ونیسه په الله جل جلاله (له شره د ده) بېشکه الله جل جلاله هم دی دی ښه آورېدونکی ښه عالم .

حضرت سلیمان بن صُرد رضی الله عنه فرمایی : كُنْتُ جَالِسًا مَعَ النَّبِيِّ – صلى الله عليه وسلم – وَرَجُلاَنِ يَسْتَبَّانِ، فَأَحَدُهُمَا احْمَرَّ وَجْهُهُ، وَانْتَفَخَتْ أَوْدَاجُهُ، فَقَالَ النَّبِيُّ – صلى الله عليه وسلم -:« إِنِّي لأَعْلَمُ كَلِمَةً لَوْ قَالَهَا ذَهَبَ عَنْهُ مَا يَجِدُ، لَوْ قَالَ: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ، ذَهَبَ عَنْهُ مَا يَجِدُ ». فَقَالُوا لَهُ إِنَّ النَّبِيَّ – صلى الله عليه وسلم قَالَ:« تَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ »؛ فَقَالَ: وَهَلْ بِي جُنُونٌ. صحیح البخاري

ترجمه : زه له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره ناست وم دوه کسانو سره بحث کولو په هغوی کې د یوه رنګ سور شو او په مرۍ کې هغه رګونه چې د غصې په وخت کې کي پړسیږی را و پړسېدل رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : ماته داسې کلمه معلومه ده که دی یې ووایي دا چې دی د څه احساس کوي دا به ورڅخه لاړ شي که دی اعوذ با لله ووایی دا حالت به ورڅخه لاړ شي نورو خلکو ورته وویل : رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي ته اعوذ با لله ووایه … بیا هغه وویل : او آیا زه لیونی یم؟ ( یعنی هغه حالت له ده نه په مکلمه توګه لاړو او اوس یې هغه عمل او خبرو ته چې ده کول لېونتوب ویل) .

صبر کول

پداسې حالت کې چې انسان ته ډېره غصه ورشي شیطان یې په زړه او دماغو باندې حاکم شي نو هغه ورته غلطې مشورې ورکوي او غلطو حرکاتو ته یې هڅوي نو انسان د په زور خپل ځان صبر کړي او په ځان باندې د د صبر مشق او تمرین وکوي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايی : وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللَّهُ، وَمَنْ يَصْبِرْ يُصَبِّرْهُ اللَّهُ، وَمَا أُعْطِيَ أَحَدٌ مِنْ عَطَاءٍ خَيْرٌ وَأَوْسَعُ مِنَ الصَّبْرِ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چي د پاکی کوښښ وکولو الله جل جلاله به یې پاک کړي ، چا چې ځان غني ښکاره کړو الله جل جلاله به یې غني کړي ، چا چې د صبر کولو کوښښ وکولو الله جل جلاله به صبر ورکړي ، الله جل جلاله چاته له صبر نه غوره ورکړه نه ده کړې .

حضرت ابو سعید الخدري رضی الله عنه فرمایی : فجماع الأخلاق في ترك الغضب، وتعويد النفس على دفعه.

ترجمه : د ښو اخلاقو مجموعه د غصې په پرېښودلو کې ده او پدې کې ده چې انسان د غصې په دفع کولو سره عادت کړي .

حضرت عبد الله بن مبارک رحمه الله ته وویل شول : مونږ ته نېک اخلاق په یوه کلمه کې را ټول کړه هغه ورته وویل : ترک الغضب (د غصې پرېښودل) .

چُپ کېدل

د غصې بل ښه علاج دادی چې انسان د غصې په وخت کې پټه خوله شي دا دغصې غوره علاج دی د غصې په وخت کې شیطان د انسان په زړه واکمن وي او هغه ورته ډېر داسې شیان ور یادو ي او داسې کارونو ته یې هڅوي چې له انسان سره یې کول مناسب نه وي او داسې خبرې ورباندې کول غواړي چې له انسان سره یې کول مناسب نه وي نو چې کله انسان خپله خوله پټه وساتي او خپل اندامونه له حرکت نه وساتي نو د شیطان هغه ټول ارمانونه خاورې شي چې ده کول رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : إِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْكُتْ . رواه الامام احمد رحمه الله

ترجمه : په تاسې کې چې څوک غصه شول نو پټه خوله د شي .

داسې څه کول چې غصه په قرار کړي

ځینې داسې کارونه هم شته چې انسان هغه وکوي نو د غصې اور یې مړ کیږي او غصه یې په قرار کیږي نو کله چې انسان غصه شي ، کله چې شیطان ورته په غصه کې د داسې کارونو بلنه ورکوله چې هغه لږ وروسته د انسان د پښېمانتیا سبب کیږي ، کله چې شیطان انسان ته داسې خبرې په خوله ورکولې چې هغه دده په دین کې او يا په د نیا کې د هلاکت سبب کیږي نو انسان د له غصې نه ځان خلاص کړي د مثال په ډول اودس د وکوي لدې سره غصه ختمیږي حضرت ابو وائل القاص رحمه الله فرمايي مونږ حضرت عروة بن محمد السعدي رحمه الله ته ورغلو یو کس ورسره خبرې وکولې چې دی یې غصه کړو هغه زر پاڅېدو اودس یې وکولو بېرته په داسې حالت کې راغلو چې اودس یې کړی وو هغه وویل : ماته مې پلار له خپل نیکه عطیة نه روایت کړی دی چې هغه فرمايل رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : إِنَّ الْغَضَبَ مِنَ الشَّيْطَانِ، وَإِنَّ الشَّيْطَانَ خُلِقَ مِنَ النَّارِ، وَإِنَّمَا تُطْفَأُ النَّارُ بِالْمَاءِ فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَوَضَّأْ. رواه الامام احمد رحمه الله

ترجمه : بېشکه غصه له شیطان څخه ده ، او شیطان له اور نه پیدا شوی دی ، اور په اوبو سره ګل کیږي کله چې په تاسې کې څوک غصه شول نو اودس د وکوي .

خپل حالت د بدل کړي

بل هغه شی چې له انسان څخه د غصې لېونتوب ختموي دادی چې که انسان ولاړ وي نو هغه د کیني ، که ناست وو نو تکیه د وکوي ترڅو چې انسان په یو حالت کې وي د هغه غصه به نه سړیږي او شیطان به په روانه توګه هغه ته بد خیالات ور اچوي ، بدو کارونو او بدو خبرو ته به یې هڅوي ، نو که به تکیه کولو او کېناستلو سره یې هم غصه یخه نه شوه نو چې په کوم ځای کې وي له هغه ځای نه د لاړ شي حضرت ابو ذر رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل: إِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ وَهُوَ قَائِمٌ فَلْيَجْلِسْ فَإِنْ ذَهَبَ عَنْهُ الْغَضَبُ وَإِلاَّ فَلْيَضْطَجِعْ. رواه ابو داود

ترجمه : کله چې په تاسې کې چا ته غصه ورغله او هغه ولاړ وو نو هغه د کیني نو که غصه ور څخه لاړه (بیا خو ښه خبره ده) او کنه نو هغه د تکیه وکوي .

د غصې تېرول د نیکانو عمل دی

انسان باید د غصې په وخت کې پدې پوه شي او پدې اړه فکر وکوي چې د غصې برداشت کول او د هغې تېرول د متقینو کار دی کوم چې الله جل جلاله ته ګران وي نو چې کله انسان په یو کار سره چې کول یې هم لږ وخت نیسی او سخت نه وی الله جل جلاله ته نېږدې کیږي نو ولې یې انسان ونه کوي الله جل جلاله فرمايي : وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (133) الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (134). سورة آل عمران

ترجمه : او تلوار وکړئ په طرف د (هغو اعمالو چې سبب د) مغفرت د رب ستاسې او (سبب د دخول د) جنت (دی) چې پلنوالی د هغه (لکه پلنوالی د) آسمانونو او زمکې دي تیار کړل شوی دی دغه (جنت) له پاره د پرهېزګارانو هغه کسان چې نفقه ورکوي (مال لګوي د الله جل جلاله په نامه) په خوښي (یا ارزاني یا شتمني کې) او تکلیف (یا قیمتي یا تنګسه کې) او چې زغمونکي د قهر دي (سره له قدرته) او عفوه کوونکي دي له خلقو (چې پرې وکړي زیاتی او ظلم) او الله جل جلاله خوښوي نیکي کوونکي .

یوه وینزه وه چې حضرت جعفر الصادق رحمه الله ته یې اوبه ور اچولې هغه مبارک لاس وینځل هغه کوزه یې له لاسه وغورځېده اوبه په حضرت جعفر صادق رحمه الله باندې ور تویې شوې هغه ډېر زیات ورته غصه شو وینزې ورته وویل : وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ (متقین هغه کسان دي چې تېروونکي د غصې دي) ده وویل : ما خپله غصه تېره کړه هغه وینزې ورته وویل : وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ (متقین هغه کسان دي چې هغوی خلکو ته بښنې کوي) ده ورته وویل ماتا ته بښنه وکوله بیا یې ورته وویل : وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (الله جل جلاله هغه کسان خوښوي چې نیکي کوونکي وي) ده رحمه الله ورته وویل : بس ته ازاده یې .

جنتي حورې یادول

د غصې په وخت کې ځان ته یادول چې هغه کسان چې په غصه کې پداسې حالت کې صبر وکوي چې دی په انتقام اخیستلو باندې قادر وی رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغه کس لپاره جنتي حورې یادې کړې دي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی : مَنْ كَظَمَ غَيْظًا – وَهُوَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يُنْفِذَهُ – دَعَاهُ اللَّهُ – عز وجل – عَلَى رُءُوسِ الْخَلاَئِقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُخَيِّرَهُ اللَّهُ مِنَ الْحُورِ مَا شَاءَ. سنن الترمذي

ترجمه : څوک چې خپله غصه پداسې حال کې تېره کړي چې دی د غصې په عملي کولو (انتقام اخیستلو) باندې قادر وي نو الله جل جلاله به یې د ټولو مخلوقاتو په مخ کې را وغواړي تردې چې اختیار به ورکړي په حورانو کې چې کومه یوه یې خوښه وي .

رسول الله صلی الله علیه و سلم ته یو کس راغلو ورته یې وویل : داسې عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وفرمایل : لاَ تَغْضَبْ وَلَك الجَنَّة. رواه الطبراني

ترجمه : غصه کېږه مه ستا لپاره جنت دی (یعني چې غصه درشي ددې په ځای چې انتقام او بدل واخلې سکوت او خاموشي اختیار کړه او د خپل ځان نه د غصې د لرې کولو کوښښ وکوه) .

غصه د فتنې دروازه ده

کله چې انسان غصه شي او شیطان ورته لارښونه کوي چې مختلف ډول کارونه وکوي او مختلف ډول سختې خبرې وکوي نو ځان ته د وریا د کړي چې غصه د فتنې دروازه ده او کامیاب خلک هغه دي چې دا دروازه بنده کړي امام ابن قیم رحمه الله فرمایی : دخل الناسُ النارَ من ثلاثة أبواب: باب شبهة أورثت شكاً في دين الله، وباب شهوة أورثت تقديم الهوى على طاعته ومرضاته، وباب غضب أورث العدوان على خلقه. الفوائد لابن قیم رحمه الله
ترجمه : خلک اور ته له دریو دروازو ننوتل :

یوه دروازه د شبهې ده چې له هغې نه د الله جل جلاله په دین کې شک پیدا کیږي .

یوه دروازه د شهوت ده چې له هغې نه د الله جل جلاله په طاعت باندې د خپلو خواهشاتو مخکې کول پیدا کیږي .

یوه دروازه د غصې ده چې له هغې نه د الله جل جلاله په مخلوق باندې تجاوز او تېری پیدا کیږي ..

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x