پاکستان خپل فاینل میچ د نیوزیلینډ څخه وګټی

shahidنن د پاکستان ټیم کپتان خپل ټاس وګټی او د بیټنګ فیصله یی وکړه، کله چې بیټنګ شروع سو..نو په ظاهره داسی مالومیده چي پاکستانی بیټسمینان به د خپل عادت په څیر یو وار بیا یو یو بیرته د میدان څخه ووزی.. مګر اوپنر حفیظ او احمد شهزاد تر نهمه اووره خپل بیټنګ ته ادامه ورکړه  او په هر اور کې یې د اتو ځغستاو اوسط وساتی..
کله چې حفیظ اوټ سو..د پاکستان سکور 81 په اته اوره کې وو.. حفیظ په ۲۳ بالو باندی ۳۴ جوړ کړه..وروسته احمد شهزاد اووټ سو، هغه په ۳۴ بالو باندی ۵۴ ځغستاوی جوړی کړې..عمر اکمل 30 او عبد الرزاق 34 د ۳ سکس او ۳ فور په مدد جوړ کړه…. پاکستان خپل په 20 اورو کې 183 سکور وکی..
په جواب کې د نیوزیلینډ بیټسمنان یو په بل پسی په اولو پنځو اورو کې اوټ سول.. هغه وخت خو صورتحال ډیر عجیبه سو کله چې نیوزیلینډ صرف ۴ ځغستاوی کړې وی او ۴ نفره یی اوټ سوی وه.. مګر کله چې د نیوزیلینډ کفتان راغلی او ۴۵ ځغستاوی یی جوړی کړې نو یی یو څه سکور پر مخ بوتلی او په اخر کې ټوله په 80 رنزه اوټ سوله…او صرف یو کم 16 اوره بازی یی وکړه..
د پاکستان له خوا عبد الرزاق 3 وکټه او شاهد افریدی 4 نفره اوټ کړه..
پاکستان خپل دا میچ په 103 رنزه وګټی او دا یو تاریخی ګټه وه..ځکه تر اوسه هم چا په دومره ډیرو رنزو باندی د شلو اورو میچ نه وو ګټلی..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.