نظــر

بل فساد!

د تحول د تفکر له مفکر نه چا پوښتلي و، چې دا هېواد به کله جوړېږي؟ هغه جناب ورته ویلی و، چې په شپاړلس کاله کې ، ځکه کله چې يو ماشوم زموږ په نظام کې په لومړي ټولګي کې شامل شي، نو چې له پوهنتونه فارغيږي، زموږ د فکر سړی به وي.
خود دوی دا ارمانونه لکه ډېر نور هغه يې له خاورو سره خاورې شول، په ننګرهار پوهنتون کې مخکیني ریس ډېر زور وواهه چې هلته پېغلې محصلينې بې چادري کړي، خو مسلمانانو ځوانانو د پوهنتون د بدلون پرځای، په کلکو لاریونونو دی بدل کړ . او دايې ثابته کړه، چې دوی هرځای خپل دين او ديني اساسات ساتلی شي، مسلمانانو ځوانانو له پوهنتونو مدرسې جوړې کړي، چې هم يې پکې مسلمان فکر وساته او هم يې عصري زده کړې ترسره کړي.
د کرزي په دې بلواکه رژیم کې چې څه هم کېږي، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کوي، دوی د پوهنې په برخه کې خپلې هڅې د ډاډ وړ بولي، دا ثابته خبره ده، چې د یو دولت لپاره معارف تر ټولو زوروره پایه ده، ځکه خو د کرزي بلواکه رژیم، هم په دې برخه کې ډېرزور وکاراوه، دوی ګمان کاوه، چې په هرښوونځي او هرپوهنتون کې به د دوی د اجیرانو له خوا د دوی دفکر په تدریس ټول محصلین او شاګردان فکري یرغمل کړي، مګر داخوب يې یو خوب پاتې شو.
پر دې سربېره د کرزي د اولنمره مفسدې ادارې دابرخه هم له فساده ګوښې نه ده پاتې شوي. ځکه په بېلابېلو رخصتیو يې د زښتو ډېروخلکو زده کړې ورګډوډې کړي او هم يې پر دې چې شاوخواپه کال کې شپېته زره تنه له لوړو مؤسساتو فارغېږي خو په دولت کې يې د شلو زرو د جذب توان هم نشته، ځکه دلته پر چوکیو مامورین نصب شوي دي. نو ځکه په دې برخه کې د کرزي اداره پاتې راغلې ده، او که په کومو څایو کې د مکتبونو دخلاصون خبره وي، نو د طالبانو دا احسان دې په خلاصه خوله ومني، ځکه هغوی آن د ولایاتو په مرکزونو کې هم د مکتبونو دخلاصون او یاهم بندېدو زور لري، او دا دطالبانو له ولس سره مینه ثابتوي، چې پر دې هم ښه پوهېږي، چې همدا مکتبي او پوهنتوني ځوان بیا زما پرمخالف نظام کې راته درېږي او یوه څوکۍ پرې ډکېږي، مګر بیا یې هم مکتبونه او پوهنتونه او پوهنیزډګرونه ازاد پرې اېښي دي.
خو پخپله د کرزي بلواکه اداره سږ کال بیا غواړي د ټاکنو پر نامه د یوې ډرامې د شوټینګونو له امله پوهنیزه برخه وننګوي، په کابل اوولایاتو کې آن دوه نیمې میاشتې وړاندې د کانکور ازموينې اخېستل شوې دي، خو تراوسه يې لادرک نشته، په داسې حال کې چې اوونۍ وروسته د یخو سیمو تعیلمي مؤسسې پیل کېدونکې دي، مګر دوی لا تراوسه پایلې نه دي اعلان کړې ، داسې ښکاري چې دا ځل به تعلیمي کال په جوزا کې ایله پیل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x