نظــر

د افغان وینه څومره ارزښت لري!

موحد

له کله چې زموږ په هېواد کې د پردیو ټغر خور شوی، او د دغو پردیو له لوري مفسدین، غله، غاصبان او مزدوران زموږ پر ملت تحمیل شوي، هغه څه چې ډېر بې ارزښته شوي، د افغان مظلوم وینه ده، د هغه مظلوم افغان وینه چې کله یې پردي د کور د دروازې دړې ورماتې کړي، د شپې پر مهال یې له درانه خوبه د ټوپک په څوکه راویښ کړي د دوی د سپیانو خوراک شي یا هم د دوی د مرمیو، د هغو مظلومانو وینې چې د پردیو په ړندو او قصدي بمباریو کې یې لښتي وبهېږي، خو څوک یې د پوښتنې نه وي.

د هغه افغان مظلوم وینه یادوم چې کله د پردیپال نا افغان له لوري د پردیو راضي کولو لپاره په وړیا ډول تویې شي او کله هم د غلو، مفسدینو او لوټمارو له لوري په ډېرې بېرحمۍ.

هو زه همغه مظلوم افغان یم، له پردیو ګیله نه کوم، زه خو د ورور نادودي ژاړم چې یا مې د پردیو په لاس وژني، یا مې د پردیو لپاره وژني!

ربه! تاته درځم، ستا د کور دړه ټکوم، له دې ټولو ظلمونو تاته پناه دروړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x