افغانستان

په کريميا کې روسيې سره د يو ځای کيدو لپاره ټول پوښتنه روانه ده

مسکو: د اوکراين نيمه ازاد ايالت کريميا کې له روسیې سره د يو ځای کيدو په موخه ټول پوښتنه روانه ده.
رسنۍ د چارواکو له قوله وايي چې، په دغه ټول پوښتنه کې تر شل لکو پورې خلک ګډون کوي.
نړيواله ټولنه فکر کوي چې، کيدای شي، د کريميا ډېری وګړي له روسيې سره د يو ځای کيدو په حق کې رايه ورکړي.
بل پلو ناټو او امريکا دغه ټول پوښتنه ناقانونه بللې او وايي چې، له روسيې سره د کريميا يو ځای کېدل هيڅ قانوني جواز نه لري.
ناټو او امريکا ګوتڅنډنه کړې چې، که کريميا سيمه له روسيې سره يو شوه نو، د روسيې پر خلاف به سخت بنديزونه ولګيږي.
د يادونې وړ ده چې، روس او امريکا دواړه په اوکراين کې د خپلې خوښې حکومت جوړول غواړي. دا حالات له هغې ورسته نور هم کړکيچن شول چې، د اوکراين روس پلوی ولسمشر ويکټر يانوګووچ د تېرې فبرورۍ په ۲۲ نيټه د پراخ ولسي لاريونونو په نتيجه کې له واکه لا پر شو او د ولسمشرۍ له ماڼۍ وتښتېده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x