نظــر

آیا ۳۰۰۰ امریکايي سرتېري به جګړه مهار کړي؟!!

میوند فردوس

کله چې شپاړس کاله مخکې د امریکا په مشرۍ غربي ځواکونو زموږ پر هېواد یرغل وکړ، تر ۱۵۲ زره په عصري تجهیزاتو سمبال پوځونه یې افغانستان ته دننه کړل، په دې هیله چې جګړه به مهار کړي، او د دولت وسله وال مخالفین به لمنځه یوسي، خو نه یوازې دوی په دې ونه توانېدل چې جګړه مهار کړي، بلکې د جګړې لمن ورځ تر بلې پراخه شوه، جګړه د افغانستان له جنوب نیولې تر شماله وغځېده، تر درې لکو زیات افغانان قرباني شول، نه امنیټ ټینګ شو، نه حکومت په پښو ودرېدو، نه وسله وال مخالفین په شا او کم شول، بلکې شمېر یې ورځ تر بلې زیات شو.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ټرامپ حکومت د تګلارې له اعلان وروسته ډېر غربپال د امریکايي سرتېرو په انتظار ستړي شول، دوی دغو امریکايي پوځیانو ته چې د دوی بې شمېره خویندې او وروڼه یې په شهادت رسولي یا ټپیان کړي، داسې تبلیغات کوي چې ګواکي افغانستان ته د دغو سرتېرو په راتګ سره به د افغانستان جګړه پای ومومي او ډاډمن امنیت به ټینګ شي.

خو تېرې ۱۶ کلنې ترخې تجربې وښوده چې د بهرنیو پوځیانو حضور نه یوازې دا چې د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه شي کولی بلکې د بې ثباتۍ او بدامنۍ ستر او اساسي لامل دی، همدوی دي چې د افغانانو پر ودونو او جنازو بمبارونه کوي، او د خلکو احساسات راپاروي، همدوی دي چې په ملکي کورونو ړندې بمبارۍ کوي چې د جګړې د اور لمبې ژباندې وساتي، همدوی دي چې د افغانانو دیني مقدساتو ته په وار وار توهین کوي، د دې لپاره چې د افغانانو له ضمیرونو سره لوبې وکړي.

هغه څوک چې سلیم عقل او تېر شپاړس کلونه په نظر کې لري، ښه پوهېږي چې د ۳۰۰۰ امریکایي سرتېرو لېږل هم یوازې د جګړې لمبې تازه کولو لپاره دي، نه امریکا د افغانستان د ستونزې حل غواړي او نه د دوی په شتون کې د افغانستان ستونزې حلېدی شي، دوی د جګړې پر دوام پانګونه کوي او د افغانانو د وینو په قیمت خپلې ګټې خوندي ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx