افغانستان

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سبا کابل ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۶): افغانستان ته د پاکستان د لوړپوړي پوځي چارواکي قمرباجوه د سفر په اړه تر دې دمه جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو ځینې سرچینې وایي، تمه کیږي چې د پاکستان د پوځ ‌مشر به دافغانستان د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره وویني او د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو او د ګډې همکارۍ په موضوعاتو به خبرې اترې وکړي. سرچینه زیاتوي‌ جنرال قمرباجوه به په افغانستان کې له امریکايي چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

د امریکا د جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ لخوا د افغانستان لپاره دنوې پالیسي‌ له اعلانیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لوړ پوړی پوځي چارواکی افغانستان ته سفر کوي او همدا راز له امریکايي چارواکو سره مخامخ لیدنه کوي.

له هغه وروسته چې ټرمپ په افغانستان کې هندوستان ته د زیات رول ورکولو خبره کړې او جګپوړو چارواکو یې هندوستان ته سفر کړی تر څو په افغانستان کې د هغوی پر رول وغږیږي، پاکستان یې په وړاندي سخت غبرګون ښودلی او د پاکستان لومړي وزیر په نیویارک کې رسنیو ته وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د هندوستان هیڅ رول نه غواړي.

همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د یوې وینا پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او امنیت مسؤولیت په غاړه نه لري، او زیاته یې کړه نړیوال دې اجماع ته رسیدلي چې د افغانستان شخړه د جګړې په توندولو نه حل کیږي بلکې باید مذاکرات وشي.

نوموړي هغه تورونه هم رد کړه چې ګواکي په پاکستان کې د وسلوالو خوندي ځالې شته او پر افغانستان یې تور پوري کړ چې په خپل هیواد کې يې پاکستاني طالبانو ته خوندي ځالي ورکړي دي.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډو او هندوستان ته د امریکايي چارواکو د سفرونو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ یو ځل بیا لهجه تونده شوې ده او یو پر بل یې د تورونو او نیوکو لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وینا پر مهال پر پاکستان د «تروریزم» د ملاتړ تور پوري کړ او وې ویل چې د «تروریستانو» له منځه وړلو په برخه کې یې د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

ولسمشر اشرف غني د امریکايي دفاع وزیر او ناټو سرمنشي سره په ګډ خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل چې افغانستان د پاکستان سره د دولت په سطحه سوله او مذاکرات غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x