افغانستان

د روزګان چورې ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۶): د روزګان ولايت چارواکو منلې، چې طالبانو له تېرې شپې راهيسې د چورې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخو پوستو ډله ییز بريدونه پيل کړي او ممکن ده، چې ولسوالۍ په لنډ وخت کې سقوط وکړي.

د چورې اوسېدونکي او د روزګان د ولايتي شورا غړي حيات الله فضلي رسنيو ته ويلي، چې تېر ماښام طالبانو پر ولسوالۍ ډله ییز بريدونه پيل کړل، امنيتي ځواکونو تر نيمې شپې مقاومت وکړ، چې عسکرو ته د مرستو نه رسېدو له امله حکومتي ځواکونه په شا شوي او طالبان د ولسوالۍ بازار ته رسېدلي دي.

فضلي ويلي، که حکومت بېړنۍ مرستې و نه کړي، طالبان به ژر تر ژره ولسوالۍ ونيسي.

د چورې ولسوال امين الله خالقي هم ويلي، چې طالبانو د ولسوالۍ بازار نيولی، امنيتي ځواکونه تر اوسه د ولسوالۍ د مرکز دفاع کوي او که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي، شونې ده، چې طالبان يې ونيسي او پړه به يې پر ولايت وي.

د روزګان ولايت امنيتي مسوولين بيا د ولايتي شورا د غړي او ولسوال خبره ناسمه بولي او زياته کړې يې ده، چې چورې ولسوالۍ ته يې تازه دمي پوځيان لېږلي دي.

د روزګان امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وايي، چې په ټول ولایت کې دغه ډول جګړې روانې دي، دا د اندېښنې وړ خبره نه ده او وايي، چې چورې ولسوالۍ ته يې پوځي مرستې او تازه دمي پوځيان لېږلي دي.

طالبانو هم ويلي، چې روزګان کې يې پر حکومتي ځواکونو پراخ بريدونه پيل کړي او ګڼو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې تر اوسه يې د چورې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه څلور امنيتي پوستې نيولي او ګڼو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x