حکمتیار وايي د سولې لپاره فضا بیخي برابره ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې د امریکا ولسمشر او پنټاګان د جګړې نغارې ډنګوي او د سولې د ادرسونو بندول غواړي، دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوې وروستۍ وینا کې هغه ډلې ملامتي کړې چې اوس هم په افغانستان کې په جګړه کې برخوالي دي، او ویلي یې دي چې تر بل هر وخت اوس د سولې او جوړ جاړي لپاره فضا جوړه ده.

امریکا افغانستان ته د خپلې جګړییزې نوي پالیسۍ په رڼا کې اضافي عسکر را لیږل پيل کړي او یو ځل یې بیا په چاپو او بمباریو لاس پوري کړی دی.

حکمتیار تېره ورځ جمعه په کونړ کې قومي مشرانو او ولسي وګړو ته وینا کوله.

نوموړي وویل چې یو شمېر جګړه خوښوونکې خلک او ډلې غواړي چې افغانستان کورنۍ جګړې ته ښکېل وهي خو پلانونه یې خنثی شوي دي ځکه چې ولس نور د جګړې ملاتړ نه کوي او د سولې غوښتونکي دي.

دوه ورځې وړاندي د امریکا سفیر په کابل کې د حکمتیار سره ولیدل او نوموړي ته یې د سولې د تړون د تطبیق په اړه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ. د امریکا سفیر د سولې، ډیموکراسي، بشري حقونو، بیان ازادي او اساسي قانون څخه د حکمتیار پر ژمنتیا مننه وکړه.

باید وویل شي چې حکمتیار ددې تر مخه د شمالي ټلوالې ګوندونه او مشرانو تر څنګ پر طالبانو هم ټینګي نیوکې کړي او هغوی یې د افغانستان د حکومت سره سولې او جوړ جاړۍ ته را بللي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شوه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اشرف غني څخه غوښتي چې د قطر د دفتر بندیدو غوښتنه وکړي تر څو دغه ادرس وتړل شي، خو طالبانو یې په وړاندي په خپل غبرګون کې ویلي چې دغه ادرس یې یوازینی رسمي ادرس دی چی د سولې خبرې کولای شي، که دا وتړل شي، بیابه د راتلونکو جګړو ټول مسؤولیت د هغو په غاړه وي چې ددغه ادرس بندول غواړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Baset khan
میلمه
Baset khan

داخوعجبه فضابرابره ده چې مازي له خپل ځایه وشوردي دڅپيړوپرځای دي بوټونه پرمخ وخوړل ته نوکی نورهم اوښوره چې دژیړو بوشکودربی واوري بیابه تاته دازادۍ پته ولګیږي اوپزابه هم درته معلومه سي چې څونه برابره ده

شنڋنڋوال
میلمه
شنڋنڋوال

بیخی فضاسمه ده دولس
دملاتڔبوټان یه فکرکوم هیرکڔل

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

دي سره د امريكا سفير ليدلي نو دي گرم ندي كه دا خبره كوي خو كه كم لور رتبه امريكاي ورسره وويني بيا سياف غندي فتوا وي هم صادره وي اصلاً دوي بي شرمان دي او شرم حيا چي سوك ونه لري همداسي خبري كوي