نړۍ

پاکستان: د ښارونو په مرکزي سیمو کې د محرم په مناسبت تلیفوني شبکې بندي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان په غټو ښارونو کې د شیعه ګانو د جلوسونو د امنیت په خاطر تلیفونې شبکې بندي شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله دغه شبکې به نن ورځ تر لسو بجو پوري د لویو ښارونو په مرکزي سیمو کې بندي وي، په ښارونو کې کراچي، لاهور، پيښور، کوټه، فیصل اباد، ملتان، سرګودها، سکهر، حیدراباد او ځینو نورو هغو سیمو کې چې حساسې بلل کیږي، د تلیفوني شبکو څخه بې برخې شوي دي.

پاکستان همداراز په غټو ښارونو کې د موټر سایکلونو پر ډبل سپاري هم بندیز لګولی او د ښار په مختلفو برخو کې چیري چې د شیعه ګانو لاریونونه تیریږي، لاري په کانتنیرونو بندي کړی دی.

امنیتي چارواکو ویلي چې یوازي د پاکستان په سنده ایالت کې ۴۲۸۱ جلوسونه په نهم د محرم را وزي او ۱۴۵۶۳ تعزیتي مجالس جوړيږي.

باید وویل شي چې شیعه ګان په خپلو لاریونونو (جلوسونو) او تعزیتي مجالسو کې ځانونه ډبوي، د حضرت حسین رضي الله تعالی عنه پر شهادت ماتم کوي او نورو صحابه کرامو ته ښکنځل کوي چې له امله یې تل د سني سخت دریځو تنظیمونو له لوري په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x