نظــر

غلامه خوله، ازاده خبره!

د اندلس د وروستي مورچل غرناطې د وروستیو سلګیو په وخت کې ابو عبدالله ډېر ښه پوهېده، چې نور نو په ټول اندلس د عسویت د راج وخت رانږدې دی، او دې منسوخ دین ته دوی پخپله لارهواره کړه. مګر هغوی به چې کله په خپلو منځو کې سره کېناستل پر خپلو ډېرو لویو ګناهونو به يې اعتراف کاوه او پر دې ښه پوهېدل چې په ټول اندلس کې د اسلام د جرړې د ویستلو عامل د دوی غلام ضمیرونه دي.

په افغانستان د غربې ښکېلاک د برید له پيله کرزی افغان ولس ته یوه معما ځکه و، چې ولس لا له کړنګونونه د تکبیرغږونه نه و اورېدلي او پر دې لا نه پوهېدل چې د ازابېلا اولاده به د دوی د عصمتونو لوټونکي او په ارګ کې نصب شوی ریبوټ کرزی به ابودادو وي. ځکه خو استعمارګرو او د دوی اجیرانو د پیسو په زور خپل پلوه تبلیغاتوته کش ورکړ، نږدې و، چې په ټول ولس کې د موسی بن ابی غسان رحمه الله په څېر ژبې ګونګې کړي او بدري لښکر یو تروریست او وطن دښمنه لښکر معرفي کړي.
خو الله ج په دې امت کې چې د ټولې اسلامي نړۍ ورته سترګې دي سلګونه موسی دوی پیداکړل او د بدر داسې لارویان رامخکې کړل چې په ځانو پسې اورونه تړي، دا ښايی د نړۍ په تاریخ کې د صحابي ایمان تکرار وي.
مګر په دې سربېره ځينې داسې خلک هم و، چې په ارګ کې ریبوټ يې خپل مشر ګاڼه او پرلپسې تبلیغاتو یرغمل کړي و، هغوی داسې انګېرل چې موږ رښتیا هم د نړۍ خوار ولس یو او دا راغلي راته د بشر دوستان او زموږ خواخوږي دي. خو دې ته يې پام نه کاوه، چې مرستې ته راغلي خلک د مرستو له توکیوسره راغلل که له کلستر بمونو سره؟
مګر له نېکه مرغه اوس همدا خلک څه، چې په خپله کرزی پر دې معترف دی، چې ده پوره دوولس کاله پردي خدمتونه ترسره کړې دي، تېرکال يې له الجزيرې سره په خبرو کې ښکاره وویل، چې په تېرو ټولو کلونو کې زه له بهره راغلیو مرستو نه ناخبره یم، ځکه هر هېواد له خپلو ځواکونو سره مرسته کړې او هغوی په خپله خوښه یامصرف کړې اویا يې هم بېرته په جېب منډلې، مګر د دې قرضونو غچ به له افغان ولس نه اخېستل کېږي، ځکه د کرزي په بلواکه رژیم کې د مرستو پرنامه راباندې بوج شوي قرضونه کرزي ته شخصي نه، بلکې د افغانستان پرنامه ورکړل شوي دي.
پر دې سربېره يې واشنګټن پوسټ هغه بله ورځ اقرار وکړ چې په تېرو دوولسو کلو کې تراوسه روانه جګړه زموږ نه، بلکې یوه پردۍ جګړه ده او زموږ ځوانان د نورو ګټو لپاره مري. کاشکې د کرزي پر دې اعتراف هغه ځوانان چې ځینو د سرتېرو پرنامه باټولي، خپل ځان درک کړي او پر دې پوی شي چې دوی د چا لپاره له چاسره جنګېږي؟؟؟
که څه هم د کرزي په نیمواکه نظام کې د د نظامي برخې ډېرو مسوولینو په تېره بیا د اردو ځوانانو حقایق درک کړي او هره ورځ د نږدې لسو تنو د تسلیمۍ خبرونه اورو، دا تسلیمۍ اشخاصو ته تسلیمۍ نه، بلکې حق ته تسلیمۍ ده، چې د هر روغ انسان دنده ده.
له هغه وړاندې سنډې ټایمز ته کرزي د مرستواړوند یو بل زورور اعتراف وکړ او په وازه خوله يې وویل چې موږ ته راغلې مرستې په خصوصي شرکتونو کې مصرف شوې او له دهغوی له ساتونکو داسې خلک جوړ شوي، چې څارنه يې سخته ده او ولس ته یو سرخوږی دی. دی په خپله دلته یوبل اعتراف هم کوي، چې د ده په اصطلاح دولت کې داسې هم شونې ده، چې یوه ډله خلک له کنټروله دباندې جوړول کېږي نه، بلکې جوړېږي، چې رښتیا هم د هماغه د سکورټی پر نامه د یرغلګرو د کتارونو ساتونکې اوس د اربکيانو او لوفرانو په یوه بله جامه کې په ټولنه کې دخلکو د عزتونو په لوټ بوخت دي.
تر دې جالبه کرزي داوکړه چې هغه بله ورځ يې په لویه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې که کوم بهرنی هېواد په راتلونکو ټاکنو کې لاس وهنه ونه کړي، د دوی په خیر به وي، د کرزي پر ډې اکټ زما واړه وراره هم د تلویزون سکرین ته وخندل،ځکه هغه هم پر دې پوهېږي چې ده غلام په تېرودوولسو کلنو کې د حاجي فرید خبره د خپل یوه فرمان دفاع نه شوای کولای، نو دومره لوی او زړور اخطار؟؟؟
کېدای شي ده داسې انګېرلې وي، چې په تېرو اعترافونو به ولس ته اوس سپین چرګ ثابت شوی وي او دا نادره به هم ورسره ومني.چې نور نو کرزی خپلواک او آن د اخطارونو دی، په داسې حال کې چې په دې شته نهو کاندیدانو کې هر یو له یوهېواد سره نېغ په نېغه اړیکه لري، کرزی پخپله اعتراف کوي چې آن د ارګ کارکوونکو ته ایران معاش ورکوي، نو پارلمان، والیان یاهم د ټاکنو مهمه پروسه به څنګه د پاکستان او ایرانه واکه دباندې وي.
ولس دې خبر وي چې د کرزي په ټوله بلواکۍ کې پارلمان او کابینه د هېوادونو ترمنځ وېشل شوي و او ولایات د ګوندونو چې هماغه ګوندونه بېرته له هېوادسره په اړیکه کې و، په مجموع کې د کرزي غلامه خوله او ازاده خبره د خندا او ارمان خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x