نړۍ

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ته خپله وینا سور اور شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۶): له هغه وروسته چې د افغانستان ملي امنیت مشر حنیف اتمر د خواجه اصف وینا بې اساسه وبلل او د نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه چې د لیدنو او کتنو جزئیات په سمه توګه وړاندي کړي او له حقایقو مسخه کولو څخه ډډه وکړي، د نوموړي وینا په پاکستان کې هم د جماعت الدعوة مشر حافظ سعید پر ځان بده ګڼلې او پر نوموړي يې په محکمه کې عریضه کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په نیویارک کې د آسیا ټولنې فورم ته په وینا کې د حنیف اتمر سره د ملاقات د جریان په اړه وویل چې افغانستان د بندیانو تبادله ځیني وغوښته او په ضمن کې يې د هندي جاسوس ګلبوشن غوښتنه هم وکړه، خو حنیف اتمر د نوموړي خبرې رد کړې او وې ویل چې په دغه لیدنه کې د تبادلې هیڅ خبره نه ده شوې او نه هم د هندي جاسوس یادونه شوې ده.

حنیف اتمر د نوموړي څخه وغوښتل چې حقایق دي نه مسخه کوي بلکې د ملاقات جریان دي په سمه توګه ابلاغ کړي.

خواجه اصف په همدې فورم کې د وینا پر مهال امریکایانو ته په خطاب کې وویل: « مونږ باندي تور مه پوري کوی، همدا تاسو د شل دیرش کاله تر مخه پخواني مجاهدینو او حافظ سعید ته په سپینه ماڼۍ کې میلمستیاوي کولې او شرابونه مو په څیښل، اوس مونږ باندي تور پوري کوی چې دوی ساتو».

حافظ سعید د خپل وکیل عبدالحمید ډوګر (AK Dogar) په واسطه په محکمه کې پر خواجه اصف د بدنامۍ کیس کړی او د سل ملیونه پاکستاني روپیو (لس کړوړه) تاوان غوښتنه یې کړې ده.

وکیل ډوګر ویلي چې زما موکل حافظ سعید انتهايي دینداره او پابند مسلمان دی، هغه هیڅ کله شراب نه دي څیښلي او نه هم سپينې ماڼۍ ته تللی دی، حافظ سعید غواړي چې خواجه اصف د پاکستان د قانون سره سم د بدنامۍ په تور محکمې ته را کش کړي.

ډوګر وویل چې زه به د خپل موکل دفاع کوم، هغه پوره قانوني حق لري چې د خپل نیک نامۍ څخه دفاع وکړي.

په هغه عریضه کې چې د خواجه اصف د خبرو په اړه محکمې ته وړاندي شوې راغلي: دا خبره له سره درواغ ده چې حافظ سعید د سپيني ماڼۍ د خوښو خلکو څخه وو او په سپینه ماڼۍ کې ورته میلمستیاوي او شراب ورکړل شوي.

نوموړي وویل چې ماته حافظ سعید وویل: زه کله هم سپينې ماڼۍ ته نه یم تللی او نه مي کله هلته میلمستیا او یا شراب خوړلي، زه حیران یم چې زما د هیواد بهرنیو چارو وزیر پر ما د شراب چیښلو تور پوري کوي.

ډوګر وویل، زما موکل یو دینداره مسلمان دی چې د نبي صلی الله علیه وسلم ټول احکام پر ځان عملي کوي، د هغه په اړه داسي وینا په قانون کې جرم دی چې سزا یې پنځه کاله بند او جرمانه ورکول دي.

سرچینه: ډان نیوز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x