ټکنالوژي

اوکرايني هېکرانو د ناټو يو شمېر ويبپاڼې هيک کړي

 

نن ټکی اسيا: په برسلز کې د ناټو له دفتره خپاره شوي خبرونه وايي چې، د اوکراين په نيم ازاد ايالت کريميا کې له روسيې سره د يو ځای کيدو په اړه د ناټو او امريکا د لاسوهنې له امله اوکرايني هيکرانو د ناټو يو شمېر ويبپاڼې هيک کړي دي.
غربي رسنۍ د ناټو د وياندې “اونالينګيسکو” له قوله وايي چې، اوکرايني هيکرانو د ناټو يو شمېر ويبپاڼې هيک کړي، ولې دوی ځينې هيک شوې ويبپاڼې بيرته فعالې کړي او پر نورو هم کار روان دی.
په دغو انټرنيټي حملو کې د ناټو www.nato.int او د ناټو ايميل ويبپاڼې زيانمنې شوې دي.

روس پلوه اوکرايني هيکرانو “سايبر برکت” نومي ډلې په خپلې ويبپاڼې کې د دغو حملو مسؤوليت منلی او لامل يې دا ښودلی چې، ناټو د اوکراين په داخلي چارو کې مداخله کوي.

 

د يادونې وړ ده چې، نن په اوکراين کې له روسيې سره د يو ځای کيدو په اړه ټول پوښتنه روانه ده، چې له شل لکو زيات کسان پکې برخه اخلي او ناټو ويلي چې، دغه ټول پوښتنه له نړيوالو قوانيو خلاف ده. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x