نړۍ

ترکیې له هیواد څخه بهر تر ټولو لویه پوځي اډه پرانیستله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ شنبه د ترکیې پوځ له هیواده بهر تر ټولو لویه پوځي اډه په صومالیه کې پرانیستله.

د رویټرز خبري اژانس په وینا په صومالیه کې د ترکي پوځ لویه قرارګاه د رئیس ارکان «خلوصي آکار» په لاس پرانیستل شوه او ټاکل شوې چې په دغه قرارګاه کې به تر لس نیم زره شاوخوا صومالي پوځيانو ته روزنه ورکول کیږي.

د صومالیه لومړي وزیر «حسن علي خیري» د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې مونږ د ترکي حکومت او ولس څخه مننه کوو چې زمونږ په هیواد کې ېې یاده پوځي قرارګاه جوړه کړه تر څو زمونږ پوځ راته وروزي، کوم چې به د کوم خاص قوم او طایفې اړوند نه وي، بلکې د صومال پوځ به وي.

نوموړي وویل چې دغه پوځ به په هیواد کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد ښه رول ولوبوي.

تر اوسه مالومه نه ده چې په دغه پوځي اډه کې به څومره ترکي پوځیان وي خو یوې ترکي ویب پاڼې ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ ترکي عسکر به صومالي پوځیانو ته روزنه ورکوي او د قرارګاه امنیت به ساتي.

په صومالیه کې د ترکیې پوځي اډه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ټینګولو او همداسي د افریقیا په شمال کې د ترکیې قوي پوځي حضور ته لاره پرانیزي.

د ترکیې پوځ د نړۍ په سطحه ۱۵م قوي پوځ بلل کیږي، شمېر یې ۳۷۸،۷۰۰ ته رسیږي، او شاوخوا ۱۸.۲ بلیونه ډالر یې کلنۍ بودیجه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x