افغانستان

صدیقي: طالبان د ټاکنو د امنیت د ګډوډولو توان نلري

نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت وایي، د را روانو ټولټاکنو د امنیت په خاطر یې ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه موظف کړي دي او ادعا کوي، چې هېڅوک به د ټاکنو د امنیت پر وړاندې د خنډ اچولو توان ونلري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د هېواد امنیتي ارګانونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په غرض ټينګ تدابیر په پام کې نیولي او طالبانو ته به د ټاکنو د امنیت د ګډوډولو مجال پرېنږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې د انتخاباتي کمپاينونو له پیل راهیسې لسګونه غونډې او تجمعات ترسره شوي، خو طالبانو ورته کوم پام وړ ګواښ نه دی پېښ کړی.

طالبانو یوه اونۍ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو د ترسره کولو اجازه به ورنکړي او په دې اړوند ټول کار کوونکي، کمپاینران او کاندیدان به تر بریدونو لاندې راولي.

په عین حال کې چې دوې ورځې وړاندې طالبانو د لغمان په قرغیې ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د کاندیدانو درې دفترونه وسوځول او په غزني کې بیا د استاد سیاف په ملاتړ د رابلل شوې غونډې سره خوا کې درې پرله پسې چاودنې رامنځته شوې.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو ویاند ډېری مهال د امنیتي ځواکونو د دې ته ورته څرګندونو په غبرګون کې خپل نظر څرګندوي، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دې وروستیو څرګندونو په تړاو یې تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x