نظــر

کليوال کوچنيان؛ نامالوم برخليک!

لیکوال

ليک: عبيدالله ساحل

زموږ د ولس وبال به د هغوی په غاړه وي، چې په غړيدلو سترګو او لوی لاس د دې وريت او کړيدلي افغان ولس کوچنيانو کاروان ورک او نامالوم لوري ته راکاږي، راتلونکې سره يې لوبې کوي، تورتم او تيارو کې يې ساتي، نه يوازې دا چې د رڼې راتلونکې او زده کړې په اړه يې انديښمن نه دي، بلکې د دوی د بې باکۍ او خرمستيو په شور کې د هغوی ژوند تباه کيږي.

د بل هر وخت پرتله نن افغان کليوال کوچنيان د جګړې په تاو کې د زندګۍ له هر ډول نعمت بې برخې شوي، نه يې زده کړې سمې دي او نه يې صحت سالم دی، ټولنيز اخلاق او تهذيب يې هم په هېڅ حساب دی.

د جګړې لارويانو، چې کوم تعريف وضعه کړی وو، په هماغه تعريف کې پاتي راغلي ، اوس د هيواد ډیری سيمي مفتوحه دي او د هغه چا په لاس کې دي، چې وايې د ازادۍ له پاره جنګيږم خو په هماغو مفتوحه سيمو کې د کوچنيانو ژوند تر بلې هرې سيمې زيات له ګواښ او ننګونو سره مخ دی؛ زموږ څو قريې د طالب په ورغوي کې رغړي، هېڅ مزاحمت او خارجي فشار نشته، کاملا له دولت ازاده او د دوی په واک کې ده، خو بيا په همدې سيمه کې کوچنيان له خطر سره مخ دي، تعليمي ادارې د بدمعاشۍ په ديرو بدلې شوي، اخلاق راغورځيدلي، تمه خاورې شوې، انساني کرامت ويلې شوی او د تورتم او جهالت فضا حاکمه ده.

په ټوله کې مرکزي دولت ناکام او پاتې راغلی؛ خو ګېله مو له طالب وسله وال کيږي، چې ته د ټول افغانستان د ازادۍ له پاره جنګيږې په داسې حال کې، چې د يوې قريې علمي او اخلاقي وضعيت دې اداره نه شو کړلی؛ څنګه کيدلی شي چې د ټول افغانستان اداره دې ستا په لاس ډاډمنه وي.

کليوال کوچنيان اوس د هيواد په ګوټ ګوټ کې ورک او تياره ژوند لري، راتلونکی يې مبهم دی، علمي مراکز يا نشته او شته يې په هېڅ حساب دي، پلرونه او کليوال بارسوخه خلک يې له جوړونې مايوسه شوي او يا يې له وسعې پوره نه ده.

د کلي د ښوونځي يو کمکي الک راته کېسه کوله، چې څلورنيم مياشتنۍ ازموينې پورې ښوونځي ته نه وم تللی، چې ازموینه راورسيده د ټولګي نګران پسې مې د يو وسلوال ملګري له لارې ټليفون وکړ، چې لاندې ځنګل ته راشي، راغئ خبره مې ورسره وکړه، چې بايد په ټولو مضامينو کې زما نمبرې برابرې شي!!

کله چې په کلي کې ښوونځي ته د تلونکي کوچني وضعيت دا يې نو هغوی، چې لا يې د ښوونځي دړه نه ده کتلې خدای خبر په څه وضعيت کې به قرار لري.

افغان کوچنيان وژغورئ، د دوی راتلونکې ته پام وکړئ، ځکه د دې ولس راتلونکی په طبيعی توګه همدوی ته پاتې کيږي، که د دوی ژوند سره همداسې بې باکه او بې پروا چلند وشي نو د هيواد راتلونکی ډير وخيم او ننګونکی دی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x