افغانستان

بريتانوي عسکرو په هلمند کې خپلې درې اډې وتړلې

نن ټکی آسیا: ځينې غربي اژانسونه راپور ورکوي، چې د مارچ په ۱۵ نېټه  د بریتانوي ځواکونو د نقلیه وسایطو یو اوږد کاروان خپلې وسلې او وسایل د هلمند له نورو اډو باسټین کمپ ته ولېږدولې او په دې سره په افغانستان کې مېشت بریتانوي پوځیان د خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت په پای کې له یوې سترې اډې پرته له نورو ټولو سیمو په بشپړه توګه ووتل.

د سرچینې د راپور له مخې، په افغانستان کې دېره بریتانوي پوځیان اوس مهال یوازې په باسټین کمپ کې پاتې دي او ټاکل شوې ده، چې له هغه څخه به هم د سږ کال په پای کې له افغانستانه د بریتانوي پوځیانو د وتلو په دوهم  پړاو کې ووځي.
 بریتانوي چارواکيو ویلي،چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، چې تر یوې میاشت زیات وخت پرې ولګېده، په هلمند کې د دوی درې مهمې اډې بندې او یا افغان عسکرو ته وسپارل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x