نظــر

د کردستان خپلواکي او د منځني ختيځ راتلونکی

لیکوال: احمد جاويد شکیب

د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۵ د عراق د شمال او شمال ختیځ درې کرد میشتو ایالتونو، دهوک، اربيل او سلیمانيه کې د خپلواکه کردستان په موخه ټول پوښتنه وشوه، چې په پایله کې ۹۲.۷۳ فیصده خلکو د عراق څخه د خپلواکه کردستان ته د هو ځواب ورکړ.

که څه هم د ټول کردستان له ۲۵ څخه تر ۳۰ میلونه خلکو لپاره د خپلواکۍ مسئله د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه راوروسته کله چې د سایکس او پيکوټ تړون په ذریعه منځنی ختیځ په وړو هېوادونو وويشل شول رامنځته شو. خو عملي نه شوه.

په ۱۹۹۱ کال کې د امریکامحده ایالاتو د صدام حسین د حکومت په ضد له عراقي کردانو سره مرستې دې ته زمينه برابره کړه، چې د کردانو سیمه نیمه خپلواکه شي له هغه وخت څخه راوروسته دغه سیمه نیمه خپلواکه وه. په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو یرغل کردان نور هم قوي کړل او ځانته يې تر ۲۰۰۰۰۰ پورې پوځ چې پيشمرګه ورته وايي چمتو کړ. ځانته پارلمان هم لري. په ۲۰۰۵ کال کې ۹۸ فیصده کردان د خپلواکي لپاره رايه هم ورکړه.

که څه هم په اصولو کې د عراق مرکزي حکومت، د امریکامتحده ایالات او ځينې نور هېوادونه مخکې د کردانو له خپلواکي سره ډیر مخالف نه وو. ترکيې د عراقي کردستان سره ډیر نږدي اړيکې درلودې، د کردستان تيل ترکيه اخلي. د اسلامي دولت (داعش) په وړاندې د کردانو او ایرانيانو مبارزه هم مشترکه وه؛ خو د دې سره سره اوس ټول هېوادونو د کردستان د خپلواکۍ لپاره د رفرنډم سره مخالف دي. پوښتنه دا ده چې د اختلاف ټکي کوم دي؟

عراق

عراق مرکزي شعيه حکومت د کردستان د خپلواکۍ سره د مخالفت ډیر دلایل لري، خو مهم يې دا دي: لومړی د عراق د اساسي قانون سره د کردستان خپلواکي په ټکر کې ده او دا عمل د عراق حاکميت تر پښو لاندې کوي. دويم د عراق حکومت شعيه او عرب دولت نه غواړي چې اکثریت سني غیر عرب خپلواکه دولت د تيلو له څاګانو سره وزغمي. دریم د عراق د تيلو لويه سرمايه د ۵ میلونه کردانو په واک کې پاتي کيږي…..

ايران

ایران په لويځ کې کرد هېواد ځکه نه شي زغملی چې له خپلو کردانو څخه ویریږي، چې دوی به هم د خپلواکي غوښتونکي شي. ایران په اصل کې د منځنې ختیځ خاوره خپله ګڼي. له تهران څخه نيولې تر بیروت پورې ټولې سيمې تر خپل واک لاندې د راوستلو دعوا لري، نو څنګه عراق کې کردستان ومني.

ترکيه

ترکيه په ويره کې ده، چې عراق د کردانو خپلواکي به د ترکيې د کردانو خپلواکي ته لاره هواره کړي، د ترکيې کردان پي پي کي له ۱۹۸۰ لسیز څخه رواوروسته د ترکيې له مرکزي دولت سره په جګړه کې ښکيله ده.

د امریکا متحده ایالات

که څه هم د امریکا متحده ایالات د کردستان له خپلواکي سره د مخالفت لوي دلیل نه لري؛ خو امریکامتحده ایالات تشويش لري، که چيرته کردستان خپلواکي ترلاسه کړي نو د عراق د مرکزی حکومت او د کردستان اختلاف به اسلامي دولت (داعش) ته یوځل بيا د سر راپورته کولو فرصت ورکړي.

اسلامي دولت (داعش) له ۲۰۱۵ کال د امریکا په مشرۍ ائتلاف او عراقي ځواکونو له خوا د فلوجه، تکریت، باجي، رمادي، موصل، تلعفر او… ښارونو کې مات شول او دغه ښارونه د لوي قیمت او درنو تلفاتو په ذریعه بیرته ونیول شول.

د موصل د ښار د بيرته نيونې جګړه خو د لیلینګراد، برلین او نورو نړيول ښاري جګړو په تاریخ کې ډیره اوږده او خونړۍ وه.

د موصل د ښار په بیرته نيوني که د موصل په شمال او د سینجار د غره په سيمه کې د پیشمرګ کردي ځواکونو سختي جګړۍ وکړي. همدا علت دی چې امریکا ويریږي، که چیرته په عراق کې بل بحران رامنځته کيږي، نو د دوي ټول مصارف به بی ځایه او بي ګټي شي او داعش به یو ځل بیا د یوه قوت په توګه ړ عراق ښارونه ونیسي.

پوښتنه دا ده چې په منځني ختیځ کې کوم هېواد د کردستان د خپلواکۍ ملاتړی کوي او ولې؟

ځواب دا دی چې اسرائیل. اسرائیل د عراقي کردستان د خپلواکي ملاتړى دى. علتونه يې ډیردي: د اسرائیلو Think tank له ډیر پخوا څخه غواړي چې منځني ختیځ هېوادونه بايد واړه او کمزوره وي؛ خو زما په اند لوی علت به يې دا وي، چې کردستان غوندي یو سیکولر او د عربي هيوادونو او ایران سره مخالف دولت به د لوی اسرائیل هېواد له تشکیل سره مرسته وکړي. اسرائیل په راتلونکي کې د همدې ډول ګاونډي غوښتونکى دی.

د لوي اسرائیل نظريه ډیره پخوانۍ ده او د بایبل د عهد قديم کتاب ته رسيږي د تورات د Genesis په ۱۵ فصل ۱۸ ایت کې د ابراهیم ع اولادي ته وعده ورکړل شوې چې د دوي د اولادې ته به دولت ورکړل شي، چې مساحت به يې د نيل له سیند څخه تر فراه سیند پورې وي. يهود عقيده لري چې دوي د ابراهيم اولاده دي او د دوي د عقيدي په اساس دا د خدای وعده ده چې له دوي سره شوي ده او په راتلونکي کې به پوره کيږي.

په ۱۹۴۸ کال د اسرائیل د دولت رامنځته کيدل د دې وړاندوينې پيل دی. اسرائیل په اوسني خاوري بسنه نه کوي بلکه د لوي اسرائیل نظريه له ابتداء نه موجوده ده. د اسرائيل بیرق کې دوې شنيې ليکې د نیل او فرات سیندونه دي. د کردانو سیمه د اسرايلو په راتلونکي دولت کې نه راځي. نو ځکه د کردستان جوړښت د اسرائیلو له راتلونکي دولت سره مرسته کوي.

البته د مسلمانانو عقيده د یهود له عقيدي سره په ټکر کې ده، مسلمانان عقیده لري، چې ځمکه د الله سبحانه و تعالی ده، هرچا ته چې يې خوښه وي ورکوي يې ورکوي خو د ځمکې اصلي وارثین متقیان دي.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x