
د کریمیا ۹۵،۵ سلنه خلکو د روس سره د یوځای کېدو په حق کې رایه ورکړه
د اوکرائن نیمه آزاده سیمه کریمیا چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ د روس سره د یوځای کېدو یا نه یوځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه او په دې ترڅ کې ۹۵،۵ سلنه خلکو د روس سره د یوځای کېدو په حق کې رایې ورکړې.
چارواکي وايي چې نیمايي رايې یې تر دې مهاله شمارلي دي.
ددغه اعلان وروسته د کریمیا مشران وايي چې نن دوشنبه به روس سره د یوځای کېدو لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي
له بلې خوا روسی ولسمشر ویلایمیر پوتین وايي چې نوموړی د کریمیا د خلکو رایو ته بشپړ درناوی لري.
د کرایمیا هغه اوسېدونکي چې د اوکرائن د پلازمېنې کیئف ملاتړ کوي په ټاکنو کې برخه وانه خیستله او اروپايي اتحاد او امریکا دغه ریفرنډم غیرقانوني بللی.
د کریمیا خلکو ددې لپاره په ریفرنډم کې برخه اخېستله چې د روس سره یوځای شي او یا هم د اوکرائن برخه چې څنګه ده پاتې شي.
دغه ریفرنډم لویدیځو هېوادونو غیرقانوني بللی خو ولې روس یې سخت ملاتړی دي.
د کریمیا ۱۵ لکه کسان د رايې اچولو اهل و، خو داسې ښکاري چې یو شمېر خلکو رایې نه دي اچولي.