نظــر

یوه قضای حاجت کاوه او نورو ویل ماین ښخوي

لیکوال: فاروق اعظم

نن شنبه ۳۰ سپتمبر ۲۰۱۷م ده. سبا د محرم الحرام لسمه او د عاشوری ورځ ده. موږ د کابل په خوشحالخان مینه کي د افشار تکیه خانی شاته د صاحب زمان جومات ته نژدی اوسو. شیعه ګان هرځای د خپل قوت مظاهره کوي. د تکیه خانو پر سر یی لوی لوی لوډسپیکرونه نصب کړي او شپه او ورځ په لوی آواز قرانکریم او د عاشوری غزلي وایی. اکثره په تکیه خانه او جومات کی یې څوک نه وي؛ ټایپ په ډیر لوړ آواز ږغوي. یو کیلومتر هاخوا هم څوک خوب نه سی ځینی کولای. زاړه، ماشومان، شاګردان او ناروغان سخت په تکلیف دي. کله چي قرآنکریم اوریدل کیږي، دا واجب ده چي څوک غوږ باید ورته ونیسي؛ خو ۲۴ ساعته به څوک غوږ ورته ونیولای سي؟ دوی خلک آزاروي او د دین په نوم بی دیني‌ کوي. پر عام سړک یی هرځای توري په شنه پټیو پوښلي لويي دروازی جوړي کړي او لوی لوی لوډسپیکرونه یې پر نصب کړي او په لوږ ږغ د حسین جان نارې وهي. پر موتر، موتر سایکل او بایسکلانو یی هم شنه او تور بیرغان جګ کړي او ټایپونه یې په لوړ آواز د حسین د غم سندري وایي. چیري چی یی تکیه خانه ده نو شاوخوا دوه کیلومتر لیري عام سړکان یی بند کړي او هر غیرهزاره چي خپل کور ته ځي، تلاښي کوي یی. د موترانو تګ او راتګ په دغو ساحو کي بند دی. عام خلک ډیر په عذاب دي. ځوانان، توري جامی اغوستی او شنې پټې یی تر سر تړلی، ډله ډله د قوت د مظاهری په شکل لکه په صفا او مروة کی چي د ددو شنو څراغونو ترمنځ حاجیان و مشرکانو ته د قوت په څرنګندولو زغلي، همداسی دوی و سنیانو ته د زور د ښوولو په روحیه خرامانه ځي. دوی فکر کوي چی ددوی په دغه لنډه غري به نو حسین جان خوښ سي. زه او سپین سرې خور می نن پر عام سړک خپل کورته راروان وو چی مخ ته مو څو هزاره ځوانان ودریدل چی چیري ځی؟ موږ ورته وویل: کورته. ویل کور مو چیری دی؟ موږ کور وروښود. ویل تلاشي راکړی او بیا اجازه ده. ما تلاشي نه ورکول. ما ورته وویل چی دا خو عام پوخ سړک دی، موږ پر عام سړک روان یو؛ تاسی غیرحق بند کړی؛ او زموږ د تګ او راتګ لار مو قطع کړیده. تاسي قطاع الطریق یاست. دوی وویل: تلاشي غواړو. ما ورته وویل چی زه خو ستاسی کورته نه درننوزم چی تلاشی درکړم. زه خپل کورته ځم؛ ته به ولي ما خپل کورته تلاشي کوې؟ دوی ویل چی ستاسي په لار کی زموږ جومات دی؛ د هغه د امنیت په منظور باید تلاشی راکړې. ما ورته وویل: زه ستاسی جومات ته نه ځم؛ خپل کورته ځم. که جومات ته درتلم، تلاشي می کړی. خپل د جومات امنیت ټینګ ونیسی، خو عامه لار او پوخ سړک مه بندوی. پسله ډیر جنجاله یی زما خور او زه پریښوولو چی خپل کورته ولاړ سو. خو دا باید ووایم چي سږکال د نورو کلونو په نسبت ډیره آرامی ده. داعش ډیر ویرولي دي. نور کلونه، خصوصا د کرزي په وخت کي خو تیار وحشت وو. لکه د مسعود د مرګ په ورځ چي پنجشیریان له سده وتلي وي، خلکو ته خپل قوت ښیي، همداسی د عاشوری په ورځو کی هزاره ګان سنیانو ته ځانونه ښیي او د قدرت مظاهره کوي. حکومت چي کمزور وي، هرځای د مافیایی کړیو وړې باچاهیاني جوړي وي. دلته شریف، عاجزه او په قانون پابند خلک قرباني وي. څرنګه چی خلک له حکومته مأیوس وي، نو یوی بلی غیرقانوني کړۍ ته سترګي په لار وي چي که ورسي او دغه مسل‍طه سپین سترګې مافیايۍ کړۍ وځبي.

نن پر ۵:۲۰ بجو مازیګر، زما خورته یوی ګاوندۍ ښخي د هغه بل کور څخه ورناري کړه چی «د صاحب زمان جومات خواته انتحاري ننوتی دی؛ ژر کوه له کوره ووزه. وګوره، شاوخوا ټول کورونه خالی سویدي. د جومات څنګ ته په عام لار کی تشناب دی؛ لارویان استفاده ځیني کوي. یو نامعلوم کس په همدی تشناب ننوتی دی؛ ښايی کوم ماین ښځوي او یا انتحاري وي. ژر ووزی. پرون په قلعه فتح الله کی داعشیانو پر تکیه خانه یو ځان مرګی برید وکړ چي ډیر کسان یی وژلي او زخمیان کړیدي.» هغه وو چي موږ دواړه ژر له کوره ووتو او لیري ولاړو. خو ټوله سیمه مسلحو کسانو نیولی او حالات ډیر ترینګلي وه. وروسته معلومه سوه چی نامعلوم کس یو سپین ږیری وو چی د قضای حاجت د رفع لپاره دغه تشناب ته ورغلی وو. هغه خپل قضای حاجت پوره کاوه او نورو فکر کاوه چی ماین ښخوي. مار خوړلی له رسۍ ویریږي. ښه سو چی نورو له وارخطایي او ویري دغه سپین ږیری وژلی نه دی. دغه دی زموږ ورځنی ژوند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x