د “منځنۍ اسيا تر ټولو لوى سپورتي کلى” جوړېږي

turkumanistan-olympicترکمنستان غواړي د ميلياردو ډالرو په لگولو سره په منځنۍ آسيا کې د المپيک تر ټولو لوى کلى جوړ کړي.
دغه هيواد په ١٩٩١ کال کې له خپلواکېدو راهيسې د المپيک يو مډال هم ندى گټلى، خو اوس يې ولسمشر غواړي چې خپل ولس د لوبو په کولو د ښې روغتيا څښتن کړي.


د ٦٠ زرو نندارچيانو لپاره د فوټبال لوبغالى، د کنگل هاکي لوبسيمه چې لس زره مينه وال يې د نندارې لپاره ځايولى شي، د سايکل چلونې سيمه، د تينس ډگرونه او د سياليو لامبو ډنډونه – دا ټول د هغو تاسيساتو يوازې يوه برخه ده چې ټاکل شوې ده د المپيک په دغه نوي کلي کې رامنځته شي.
پر ودانيو لگښت پنځو ميلياردو ډالرو ته رسېږي چې آن د ترکمنستان په څېر شتمن هيواد لپاره هم چې د نړۍ د طبيعي غازو سترې زېرمې په کې دي، خورا ډېرې پيسې بلل کېږي.
په ترکمنستان کې لوبې هغه څه دي چې په زياتېدونکي ډول د تبلغياتو لپاره کارېږي.
ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف، چې مخکې د غاښو ډاکټر او د روغتيا وزير و، بيا بيا پر دولتي ټلوېزيون د آس د ځغلونې، سايکل چلونې او غېږ نيونې پر حال ښودل کېږي.
خو داسې برېښي چې پر روغتيا د هغه خپل ټينگار دومره اغېز نه دى درلودلى او ترکمنستان لا تر اوسه د المپيک يو قهرمان هم نه لري.
ښايي د المپيک دا کلى او پر هغه حيرانوونکي لگښت د همدې لپاره وي چې دغسې يو تل رامنځته شي.
ترکمنستان د نړۍ يو خورا گوښى او په اسرارو کې نغښتی دولت دى.
او دا چې د ولسمشر بيردي محمدوف وروستۍ پرېکړه به يوه رېښتونې نظريه وي او که تش حماقت- ويل يې گران دي خو يوه خبره په باور سره کېداى شي چې هېڅوک به هم په دې اړه خپل نظر نورو ته ونه وايي.

 

بی بی سی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.