
هرات کې یو قاضي له خپل ساتونکي سره ووژل شو
نن ټکی آسیا: د هرات امنیتي چارواکي همدا شېبه خبر ورکوي،چې نېم ساعت وړاندې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو د کرخ ولسوالۍ د محکمې قاضي له خپل ساتونکي سره ووژل شو.
وژل شوی قاضي عبداللطیف خان نومېږي او ساتونکی یې د هرات د امنیه قوماندانۍ کارمند و،چې نن سهار په موټر کې د تګ پر مهال په انجیل ولسوالۍ کې تر برید لاندې راغی او ووژل شول.
د هرات د محکمې مرستیال ګل احمد رامش د نوموړې وژنه تایید کړه او ویې ویل،چې نوموړی د کرخ ولسوالۍ د قضایي هئیت غړی هم و.
چارواکي وايي، چې د نوموړي قاضي د وژنې په تړاو پلټنې رواني دي.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.