افغانستان

دفاع وزارت: په خپلو پوځي لیکو کې مو د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په لیکو کې یې د وسله والو طالبانو د نفوذ د مخنیوي له پاره یو لړ نوي او خاص تدابیر نیولي او خپلې هڅې یې لا زیاتې ګړندۍ کړې دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال نن آزادۍ راډیو ته په مرکه کې وویل، چې دغه نوي تدابیر یې د ملي امنیت د لوی ریاست سره په ګډه همکارۍ پیل کړي چې په مټ به یې یاد وزارت په خپلو پوځي لیکو کې د خپلو مخالفینو له نفوذ څخه جدی مخنیوی وکړي.
د وزیري په وینا، له دې سترګې نشو پټولای چې په افغانستان کې جګړه روانه ده ، زموږ دښمن او  د سیمې استخبارات فعال دي؛ خو زموږ استخبارات او کشف د امنیت له عمومي ریاست سره همغږي دي او له دې وجې اندېښنه نه لرو.
ښاغلي وزیري زیاته کړه چې، د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژنې او د هرات ولایت په کشک ولسوالۍ کې د یوه پولیسو له خوا پر خپلو همکارانو د برید له پېښو څخه یې غوره درسونه اخیستي او هڅې روانې دي، څو په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.  
د شنونکو په اند، د افغان امنیتي ځواکونو؛په ځانګړې توګه د ملي اردو په لیکو کې د طالبانو نفوذ او له هغوی سره همکاري د افغان امنیتي ارګانونو بې ساري کمزوري ښيې،چې په دې دولسو کلونو لا هم په دې نه دي توانېدلي؛څو خپل ځواکونه د ځان د دفاع او د خپل دښمن د مقابلې لپاره چمتو کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غازي آباد پېښي د ملي اردو د چارواکو هغو څرګندونو ته ټېنګه ضربه ورکړه،چې په خپلو لیکو کې د طالبانو د نفوذ د مخنیوي او د هغوی د کمزوري کولو په تړاو به یې وخت ناوخت رسنیو ته کولې،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x