دیني، سیرت او تاریخ

آسانه نيکيانې (شلمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)

د الله جل جلاله ګاونډ

حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل :

إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يُنَادِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ: أَيْنَ جِيرَانِـيْ؟ أَيْنَ جِيرَانِـيْ؟

فَتَقُولُ الْمَلَائِكَةُ: رَبَّنَا، وَمَنْ يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يُجَاوِرَكَ؟

فَيَقُولُ: أَيْنَ عُمَّارُ الْمَسَاجِدِ؟ السلسلة الصحيحة

ترجمه : الله جل جلاله به د قيامت په ورځ اواز کوي چېرته دي زما ګاونډيان؟ چېرته دي زما ګاونډيان؟ ملائک به ورته وواي څوک دي هغه کسان چې د هغوى دحال سره مناسبه وي چې ستا ګاونډيان شي؟ (يعني ستا ګاونډيان څوک دي؟) بيا به الله جل جلاله ووايي چېرته دي هغه کسان چې جماتونه به يې ابادول .

د يو کال د روژې ثواب

له حضرت اوس بن اوس رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې :

مَنْ غَسَّلَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ وَاغْتَسَلَ، ثُمَّ بَكَّرَ، وَابْتَكَرَ، وَمَشَى فَدَنَا، وَاسْتَمَعَ، وَأَنْصَتَ، وَلَمْ يَلْغُ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ بِكُلِّ خُطْوَةٍ يَخْطُوهَا عَمَلَ سَنَةٍ صِيَامَهَا وَقِيَامَهَا . سنن ابی داود

ترجمه : چا چې د جُمعې په ورځ ځان ووينځلو او غسل يې وکولو بيا وختي ووتلو او لاړو جوماته ورسېدو هلته يې خطبه او د الله جل جلاله ذکر واورېدو او هلته چُپ پاتې شو او بې ځايه خبرې او حرکتونه يې ونه کول الله جل جلاله به ده ته په هر قدم باندې چې ده د جومات په لوري اخيستى وي د يوه کال د روژې او د مانځه ثواب وليکي .

د جنت نيالګى

له حضرت ابي ايوب الانصاري رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه پورته بوتلل شو په حضرت ابراهيم عليه السلام باندې تېرېدو حضرت ابراهيم عليه السلام وويل : جبريل دا څوک درسره دي؟ جبريل عليه السلام ورته وويل : دا محمدصلی الله علیه وسلم دى ابراهيم عليه السلام وويل اې محمده خپل امت ته د امر وکوه چې په جنت کې نيال زيات کيږدي ځکه دجنت خاوره پاکه او زمکه يې ډېره فراخه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : د جنت نيال څه شى دى؟ حضرت ابراهيم عليه السلام ورته وويل :

لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ

الله جل جلاله ته ګرانې کَلمې

له حضرت سمرة بن جندب رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : الله جل جلاله ته ګرانې کلمې څلور دي په تا څه پروا نشته چې په هره د شروع وکوله (دا څلور کَلمې ويل غوره دي ترتيب پکې ضروري نه دى چې له هرې يوې نه شروع کوې)

سُبْحَانَ اللهِ الْحَمْدُ للهِ لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ اللهُ أَكْبَرُ. صحيح مسلم

ګناهونه ختموونکې کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : بېشکه :

سُبْحَانَ اللهِ الْحَمْدُ للهِ لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ اللهُ أَكْبَرُ. حسنه الالباني

ويل (له ويونکي نه) ګناهونه داسې تويوي لکه ونه چې پاڼې تويوي (څوک چې دا مبارک کلمات وايي ددې په برکت سره به د هغه ګناهونه ختميږي ).

نکته : علماء کرام فرمايي چې په ا حاديثو کې کله هم داسې الفاظ راځي چې پدې کلمه يا دې عمل سره د بنده ګناهونه ختميږي نو مطلب يې واړه ګناهونه وي او لوى ګناهونه تر توبې او استغفار وروسته الله له بنده نه لرې کوي .

نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x