شعـــــرونه

مینه

عرفان الله عرفاني

لاړه له کلي په ژړا شوه مینه

دلته بې ستره بې حیا شوه مینه

نفرت په کاڼو باندې مینه ولي

په دار زندۍ اخ بې ګنا شوه مینه

مینه له زړه نه زړو ته لار جوړوي

خو نن دا ولې بې معنی’ شوه مینه

رقیب د مینې قدر څه پېژني

د ده د لاسه مې رسوا شوه مینه

له تاسې ټولو یو ځواب غواړمه!

په کوم دلیل نن ناروا شوه مینه؟

اوس خو هر څوک د مینتوب دعوه کړي

څنګه بې چون او بې چرا شوه مینه

نور خو یې څوک پالنه نشي کوئ

بس د طالب او د ملا شوه مینه

یو (عرفاني) دی چې پرې سر ور کوي

د جانان مینه یې رښتیا شوه مینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x