نظــر

انتخابات جائز دي که نه؟ – مولوي محمد یونس خالص

څه ډير وخت دانتخاباتو موضوع څيړلای شي، ځينې وایي چې انتخابات ديوه مشر دتعين لپاره يواځينۍلارده ، ځينې نوروایي چې انتخابات څه معنى نلري . که څه هم مونږپه دواړوخواوکې وخت په وخت خبره کړې ده،کله مودانتخاباتو سره موافقه کړې اوکله مو ردکړي،خوتراوسه داپوښتنه چاونه کړه چې ولي يوه ورځ ورسره موافقه اوبله ورسره عدم موافقه کيدای شي.

ممکن ډيرو عالمانو زما داموقف تائيد کړى وي، چې انتخابات په شريعت کې کوم اساس نلري، خوداخبره يوه اندازه تفصيل غواړي اودې دپاره چې زمونږاسلامي وروڼواومجاهدينوته څوک ناوړه نظر ورنه کړي، غواړم ګرانو لوستونکو ته څه تفصيلي خبرې وکړم:

۱ – په اسلام کې داسلامي ټولنې دمشر لپاره درې لارې په ګوته شوي دي.

الف:داچې اسلامي مشريوڅوک وليعهد وټاکي اوهغه هم په اسلامي لاره خپل کارروان کړي؛ نو ملت مکلف دى چې دګډوډۍ پر ځاى دهمدغه وليعهد سره دبيعت لاس ورکړي، خوپه دې شرط چې وليعهد داسلام سره سم کار کوي.

با : داچې يو واقعي داسلام طرفدار دزورله لارې  قدرت تر لاسه کړي اوچار چلند داسلامي مقرراتوسره سم روان کړي؛ نوپدې صورت کې مسلمان ملت مکلف دى چې دجنګ جګړې پرځاى ورسره دبيعت لاس ورکړي اوتائيد يې وکړي،ځکه مسلمانان حق نه لري دچوکئ نيولولپاره ګډوډي راپيداکړي، بلکې هرڅوک چې واقعاً داسلامي اصولو سره سم دمملکت چارې اداره کوي هغه ته بايد دتائيد لاس ورکړي.

ج: داچې انتخابات وشي اودانتخاباتو په سيوري کې چې هرڅوک رامنځته شو، مسلمان ملت دې دهغه سره دوفادارۍ لاس ورکړي اوګډوډي دې نه راولي.

۲- اصلي خبره داده چې دملت نظر په شريعت کې ډېر  اهميت لري اوکوم مشر چې ملت يې ونه مني، هغه حقيقتاً مشرنه دى اونه ورته اسلام اجازه ورکوي چې دملت په چارو لوبې وکړي.

همداوجه ده چه دمشر دمشرتيالپاره تروسې، وسې دعامه وو بيعت، يا مستقيما، يا بالواسطه ضرور نه ضروردى،خوخبره داده چه دملت نظر په کومه طريقه اخيستلاى شي. ځينې هغه خلک چې دغير اسلامي نظريوڅخه متاثر شويدي اوغربي قوانينويې په زړه کې اثر کړىدى، دملت دنظرداخيستلولپاره عامه انتخابات په ګوته کوي، حال داچې په عامه انتخاباتو کې اجتماعي عدالت ترپښو لاندې کيږي، ځکه يو خوکه  عامو خلکو ته واک ورکړل شي چې کوم، کوم کسان بايد کانديد شي. نه داچې کانديدان ورباندى تحميل شي اوبيا ورڅخه نظر اخيستلاى شي اودوهم داچې دکانديدانو لپاره که مواصفات ضرور وي، لکه اسلام يې چې غواړي هغه مواصفات په اکثريت سره تائيد شي. دافغانستان په موجوده حالاتو کې يواځې نه، بلکې هروخت اوپه هره اسلامي ټولنه کې عامه انتخابات دمشر د ټاکلو لپاره شرعاً هيڅ جوازنلري، ځکه دمشر دټاکلو لپاره داهل الحل والعقد ترمنځ په انتخاباتو اجماع راغلې،اواجماع په اسلام کې داسې قاطع دليل دى چه انکار ورڅخه منکر ددين څخه بهر کوي؛ نو کوم ځاى کې چه مونږ دانتخاباتو سره موافقه کوو، هغه انتخابات دي چې داهل الحل والعقدترمنځ صورت نيسي اوکوم ځاى کې چې مونږ انتخابات ردکړي مقصد موعام انتخابات دي چې داجتماعي عدالت خلاف په غربي ممالکو کې جريان لري. داچې څوک مطلقاً هرډول انتخابات تائيد وي يايې ردوي، داسلامي مقرراتو سره سر نه خوري.

۳-دافغانستان په اوسني حالت کې چه نه وليعهد شته اونه کوم مسلمان طاقت پدې بريالى شوی دی چې مملکت کنټرول کړي، صرف همدايوه لاره پاتې ده چه هغه داهل الحل والعقد تر منځ انتخابات دي،هو ! همداوجه وه چې مونږ داسلامي مقرراتوسره سم تقريباً پنځه سوه تنه مسلمان اشخاص چه دعلماوو،قوماندانانواواهل الحل يوه مجموعه وه راغونډ کړل او هغوى يو مؤقت اوعبوري حکومت اعلان کړ، داکارچېدشرعي اساساتو سره برابر وځکه سعودي حکومت او ځينې نورو مسلمانانوهم ورباندى رسماً اعتراف وکړ ،خوهغې شورى بيا هم داسې فيصله وکړه، چې يوه بله منتخبه يعني انتخابوونکې شورى به هم راځي، چې ديوه دائمي حکومت لپاره وکړي ،هغې شورى ته حق ورکړ شوى چې يابه همداحکومت تائيدوي يابه بل حکومت جوړوي اومونږ ه هم ددې خبرې سره توافق لرو، چې يوه انتخابوونکې شورى دې جوړه شي، يعنى اهل الحل والعقد دې سره راغونډکړاى شي اوپه مشوره دې فيصله وکړي،داچې اهل الحل والعقد به څوک راغونډوي له دې کبله چې عبوري حکومت موجوړکړى؛ نوپه تنظيمي سطحه بايدفکر ونه شي، بلکې حکومت پخپله دافغانستان پياوړي،دينداره خبير خلک چې ملت کې نفوذلري اوهم داسلامي احساس خاوندان وي، دننه دافغانستان او دبهر څخه يوکافي تعدادراوغواړي اولومړى له دې چې يوکال يې پوره شي انتخاب کوونکې شورى جوړه کړي اوپرې نږدي چې يوه خلاراپيداشي. دې کې شک نشته چې اسلامي روحيه ديواسلامي مملکت مليت تشکيلوي؛ نوپه اسلام کې اهل الحل والعقد دمسلمان ملت دنظر ممثل دي، همدغه وجه ده که اهل الحل والعقد ولي عهددامارت وړ ونه بولي په ملت باندې ورسره بيعت هم لزوم نه لري اوکه اهل الحل والعقد متفقاً ديوه امير دعزل حکم صادر کړي، هغه امير معزول بللى شي. دا چې څوک داهل الحل والعقد دپيژندنې لپاره عام انتخابات پکار بولي داسې مثال لري، لکه څوک چې دړندو څخه دبينايانو تشخيص غواړي، ځکه کوم مواصفات چې اهل الحل والعقد يې باور ولري عام خلک يې نه پېژني،خوچا چې خپله څېره په هنداره کى کتلې اوپه دې پوه شوی چې ديوه مسلمان ملت دمشرتابه وړاندې اواسلاماً اهل الحل والعقد ورته مشرتوب نه شي سپارلى دمختلفولاروڅخه تانډوهي چې دافغانستان دمسلمان ملت لپاره په اسلامي لاره مشرتوب ونه ټاکل شي، کله دلويې جرګې غږونه پورته کوي، کله دمخلوط حکومت پيشنهاد کوي اوکله هم په عامو انتخاباتو ټينګارکوي اوپه اسلام باندې دعاموانتخاباتو دمشروعيت تورلګوي.

۴-داچې ځينې خلک منتخبه شورى داسى تعبيروي چې عام خلک يې انتخاب کړي اولکه په غرب کې دينداره اوفاسق ،پوه اوناپوه سره په يوه تله وتلل شي اودټولو رایه على السويه وبلل شي، له څووجو څخه يو مردود نظر دى:

الف: په موجوده وخت کې چې زياته برخه خلک مسلح دي اوحزبي احساسات تر دې اندازې حکومت کوي، چې يوه ډله مجاهد دبلې ډلې سره برخورد کوي، داسې  انتخابات په افغانستان کى دوينو تويولو څخه بله نتيجه نه ورکوي.

با : دغه شانې انتخابات دجهاد دمسير دبدلون اولنئ ډبره بللى شي، ځکه جهادمودې دپاره کړى چې يو اسلامي حکومت په غير شرعي توګه جوړکړو! بيا به څنګه اسلامي وبلل شي؟

ج: لومړى مو وويل چې عام انتخابات کوم جواز نه لري .

دغه شانې انتخاباتو کې ټول افغانان ګډون نه شي کولاى اودې ته زمينه پاتې کيږي هغه څوک چې خودخواه وي اوخپلې مادي آرزو ته ونه رسيږي . احتجاج به کوي چې داپوره انتخابات نه وو،مونږ دموجوده حکومت څخه هيله لرو چې دمنتخبې(انتخابوونکې)شورى په جوړولو کې ژر په ژره قدم واخلي، ځکه اهل غرض خلک به دغربیانوقوانينو ته دهمدې اول څخه خدمت پيل کړي اومسؤليت کې به ورسره حکومت هم شريک وي.

والسلام
مولوي محمديونس “خالص”
19-10-1989

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x