fbpx

طالبه !

عرفان الله عرفاني

اوس دې منمه سیاست طالبه

په لر او بر د امارت طالبه

هم یې سیاسي هم نظامي افسر یې

بالکل کولی شې حکومت طالبه

افراد دې ټول دي اوس ډګر جنرالان

پوره په ځواک یې د ملت طالبه

هر امپراطور ګوته په غاښ دی درته

توان درکې وینم د قدرت طالبه

هر معسکر دې دی حربي پوهنتون

الله (ج) دې وکړه حفاظت طالبه

ټول نړۍوال دې سره وښورول

شه آفرین ستا په جرئت طالبه

ټول مطبوعات دې د ستایلو وړ دي

تا کړ آدا خپل مسؤلیت طالبه

په کړي قول به عمل کړې ضرور

ځان به دې ساتې له شهرت طالبه

د شهیدانو وینې هېرې نکړې

ګوره چې ونکړې خیانت طالبه

فکر پرې وکړه خو غوصه پرې نشې

د (عرفاني) په نصیحت طالبه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د