د نن سرلیکنه

د کریمیا د مسلمانانو نامعلوم برخلیک – سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د روسیې د حکومت په دستور له روسیې سره د کریمیا د خپلواک جمهورت د یوځای کیدو لپاره په یاد هیواد کې عمومي ټول پوښتنه تر سره شوه .

د کریمیا دسیمه ییز چارواکو په وینا ، له روسیې سره د دې جمهوریت د یوځای کېدو په اړه په ترسره شویې ټول پوښتنې کې په سلو کې پنځه نوي اعشاریه پنځو ګډونوالو مثبتې رایې ورکړې دي.

د اوکراین هیواد ، او دامریکا په شمول د هغه نورو غربي متحدینو دغه ټول پوښتنه ناقانونه بللې .

د شنبې په ورځ روسيې په ملګرو ملتونو کې دامنيت شورا هغه پرېکړه ليک ويتو يا رد کړ چې په کريمیا کې يې ټولپوښتنه ناقانونه بللى .د امريکا د متحده ايالاتونو له لوري وړاندې شوې طرحې نه د امنيت شورا ديارلسو غړو ملاتړوکړ او چين ممتنع پاتې شو.

د کریما ټاپو وزمه د مسلمانو تاتاریانو تر ټولو ښایسته ټاټوبی وه چې هغوی ورباندې پوره ۴۰۰ کاله داسې ځواکمن اسلامي حکومت کړی چې د پخواني شوروي اتحاد ټولې اړونده سیمې یې تر تسلط لاندې وي ، د مسکاو چارواکي به د دوی په خوښه ټاکل کیدو او مسلمانانوته به یې جزیه ورکوله .

د کریمیا پای تخت سیمپروبل ښار دی چې هغه مهال به مسلمانانو ورته آق مسجد (سپین مسجد) وایو.

په پنځمه هجري پیړۍ کې کریمیا د اسلامي تمدن یوه مهم مرکز ګڼل کیدو، هغه مهال یې دمسلمانو وګړو شمیر ۹ملیونه وه چې د منځنۍ آسیا په هیوادونوکې د اسلام د مقدس دین په خپراوي کې ډیر مهم رول لرلی .

د دې سیمي علماوو او پوهانو په خپلې سیمې کې زیات شمیردیني ښوونځي ، معاهد او دیني مراکز تاسیس کړي چې یواځې د مسجدونو شمیر یې ۱۲۰۰ ته رسیدو.

په ۱۶۸۷ کې لومړي پتروس کریمیا محاصره او هلته یې د مسلمانانو اسلامي امارت له منځه یووړ.

په ۱۹ میلادې پیړۍ کې په یادې سیمې باندې د کمونستانو تر واکمنې وروسته د دې هیواد مسلمانان سخت وځپل شول ، د هغوی له جملې ۳۵۰۰ زره شهیدان او ۵۰۰زره نور یې د ستالین په دستور له خپل ټاټوبي څخه سایبیریا او نورو سیموته تبعید کړای شول ټول مساجد ، مدارس او دیني مراکز یې یاتخریب او یاهم د کمونیستي فکر دترویج په مرکزونو بدل شول .

په کال ۱۹۹۱ کې د شوري اتحاد له پاشل کیدو وروسته دکریمیا مسلمانو د مصطفی جمیل په مشري خپل مشورتي مجلس تأسیس په یاده سیمه کې یې دمسلمانانو د له منځه تللیو حقوقو د اعادې لپاره اسلامي مبازره پیل کړه .

د کریمیا مسلمانان چې یو مهال د ټولې سیمې په سطحه مسلط او د غني اقتصاد خاوندان ول د کمونیستانو دمظالمو له لاسه هغه اوس د سیمې په ترټولو خوارو اوکمزریو اوسیدونکو بدل شوی ؛ ځکه د دوئ خپل ملکیتونه د روسانو دواکمنۍ پر مهال تري اخیستل شوي او دوی یې له هرراز زده کړو او اقتصادي فعالیتونوڅخه محروم کړي وه.

اوس دکریمیا د ټولو اوسیدونکو شمیره تقریبا دوه نیم ملیونه ده چې دهغوی له جملې څخه یې ۱۲،۱ مسلمانان دي.

اوس هم د دغه ځای مسلمانان له دې ویره لري چې مسکاوبه یې له اوکراین سره دیوځای کیدو په تور بیا له مشکلاتوسره مخ کړي ، ځکه چې په اوکراین کې تر وروستیو تاوتریخوالو وروسته په کریمیا کې د نامعلومو کسانو لخوا د مسلمانانو دوه مسجدونه وسوځول شول .

اوس مهال په کریمیاکې په مسلمانانو سربیره روسان ، اوکرانیان ، بیلاروسیان او څونور نژادونه هم اوسیږي چې د ټولو له منځه یې مسلمانان هغه څوک دی چې له الله تعالی پرته یې د حمایت او سیاسي ملاتړ هیڅوک نشته ، په داسې حال کې چې اوکراني وګړي د اوکراین او روسان یې له روسیې سره یوځای کیدوته خوښ دی ،خو مسلمانان يې د نورې نړۍ د مستضعفو مسلمانانو په څیر همداسې په نامعلوم حالت کې قرار لري.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x