افغانستان

هلمند: په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان پولیسو پوسته بمبار شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان پولیسو پوسته بمبار شوې ده.
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک په يوه لنډ پيغام کې منلې، چې ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې هوايي بريد شوی دی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
د کابل پوهنتون استاد او ژورنالېست اسد وحيدي په ګډون ګڼو خبريالانو د خبر پخلی کړی دی.
اسد وحيدي حکومتي چارواکي ټرمپکيان بللي او د وژل شوو عسکرو په مرګ کې يې حکومت هم شريک بللی دی.
دفاع وزارت او بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x