نظــر

د حضرت حُسین پیروان څوک دی؟

نصیب ځدراڼ

کله چې د حضرت حسین (رضي الله عنه) ټول ملګری شهیدان شول، د کربلا په میدان کې یې د ملګرو جسدونه پراته وو، دښمن غوښتل چې دی شهید کړي او حضرت حسین (رضي الله عنه) یوازی پاتي شو، نو خپل دوه کلن زوی عبدالله ته ورغي تر څو چې دي آخري دیدن ورسره وکړي ولي چې خپل شهادت یې په سترګو لیدو.

عبدالله یې په غېږ کې واخیست او مینه یې ورسره وکړه، خبر نه وو چې د خپل شهادت نه مخکي یو بل امتحان لا پاتي ده.

د دښمن د صف نه (ابن الموقت) په نوم یو کوفي د غشي وار ور باندي وکړ،پر ځای د دي چې حضرت حسین (رضي الله عنه) شهید کړی وړوکی عبدالله په ستوني کې ولګید او غشي پکې خښ شو،وړوکی عبدالله شهید شو او وینې یی وبهیدې.

حضرت حسین (رضي الله عنه) د عبدالله وینو ته لاس لپه کړل او د عبدالله د وینې نه یي لپه ډکه شوه همداسې یی لاسونه آسمان ته پورته کړل او و ویي ویل

“یاالله که داسي هم زموږ څخه راضي یي نو موږ هیڅ ګیله نه لرو ، خو زموږ نه وروسته زموږ د دښمنانو نه زموږ بدل بیا واخله”

د تاریخ د پیل نه تر نن تاریخ پوري د حق او باطل تر منځ جنګ روان دی.خو کامیابي دا نه ده چې خپل دښمن په میدان کې مات کړي بلکې کامیابې دا ده چې د حق په لاره کې استقامت وکړي او د باطل په مقابل کې یا فتحه تر لاسه کړي او یا ځان قربان کړي.

که نمرود پیدا شوی وو نو مقابل کې یي حضرت ابراهیم ولاړ وو،که فرعون راغلی نو مقابلې ته یي الله تعالي موسٰی پیدا کړی که ابو جهل میدان ته راغلی نو مقابل کې یي حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) پیدا شوی.همداسې د یزید مقابل ته حضرت حسین (رضي الله عنه) راغلی.

د حق په لار کې استقامت او د الله تعالی مینه وه چې حضرت ابراهیم د کامیابۍ او ناکامۍ د سوچ نه پرته اوور ته ور ودانګل ،حضرت اسماعیل یې چاړې ته ور لاندې کړ،حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) غاښونه شهیدان کړل ،حضرت حسین(رضي الله عنه) د ۷۲ ملګرو سره د کربلا په میدان کې شهید شو،بیا عمر مختار په دار شو،طارق ابن زیاد خپلې کشتۍ وسوځولې او ټیپو سلطان خپل سر د انګریزانو په مقابل کې وبایلو.

دا خو د تیر تاریخ یو څو مثالونه وو،اوسني وخت کې د نړۍ ټول کفار یو ځای دی او هر ځای مسلمانان په مختلفو نومونه ځپي. د مسلمانانو اکثریت د دوی د مقابلې توان د لاسه ورکړی، ولي چې هغوی سبق هیر کړی کوم سبق چې کربلا کې حضرت حسین د خپل شهادت سره دوی ته پریښي وو، خو بیا هم د ګوتو په شمیر یو څو ځوانان شته چې د دوی په مقابله کې ولاړ دي، د حضرت اسماعیل غوندي یي ځانونه ذبحه کولو ته تیار کړي. د حضرت ابراهیم غوندي د اور په لمبو ور ګډیږی، د حضرت حمزه غوندي ټوټې ټوټې کیږي،د حضرت حسین (رضي الله عنه) او د ملګرو غوندي یي هره ورځ د شهادت خبرونه راځي.

دا د ګوتو په شمیر ځوانان څوک دي؟ دوی هغه خلک دي چې په الله تعالی یي توکل کړی، د کفارو ټیکنالوژی او پوځي قوت دوی ته د خپل ایمان په مقابل کې هیڅ نه ښکاری.کفارو ته د سر ښکته کولو پر ځای د دوی په مقابل کې سر د لاسه ورکول دوی ته د کامیابې ښکاري، زخمیان شي، تل لپاره معیوب شي، له کورو نه بې کوره شي، ځوانۍ یي په زندان او پنجرو کې خزان شي، له یوه کور نه درې درې وروڼه شهیدان شي او څلورم یي میدان ته راشي،له ځانونه بارود تاو کړي او د خپل بدن په اعضاو کفارو وژني،د دوی مراکزو ته ورشي اول ځان ته تلفات واړوي بیا دښمن ته تلفات ور واړوي د سر په بیعه دښمن وژني، خو د حق لار نه پریږدي.

د دوی کامیابي دا نه ده چې دوی به خپل مقابل ته ماته ورکړي د دوی کامیابې همدا ده چې د فتنو په دور کې د حق په طرف ولاړ دي.

دا ځوانان څوک دي چې د حضرت حسین په قدم روان دي؟ دا یقیناً د اوسني عصر خړ پړ مجاهدین دي ان شاءالله کامیابې د دوی په برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x