د بشري حقوقو دڅار اداره: ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان لیږلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې ایران سوریې ته افغان ماشومان د جګړې لپاره لیږي.

دغې ادارې په ایران کې د هغو قبرونو یو څو انځورونه هم خپاره کړي چې په وینا یې دا ثابتوي چې ایران سوریې ته افغان ماشومان لیږلي دي.

په انځورونو کې دوژل شویو افغانانو د قبرونو تختې ښودل شوي چې د هغوی د زیږیدنې نیټې ور باندي ثبت شوي دي.

د بشر د حقوقو د څار ادارې ویلي چې ایران باید ژر تر ژره نظامي لیکو ته د افغان ماشومانو جلبولو پروسه ودروي او ماشومان د جګړو له ساحو څخه وژغوري.

د راپور سره سم د کال ۲۰۱۳ راهیسي ایران په زرګونو افغانان د فاطمیون لښکر تر نامه لاندي وروزل او بیا یې سوریې ته د جګړې لپاره ولیږل چې اکثره یې په ایران کې افغان مهاجرین دي.

د بشري حقوقو د څار ادارې ویلي چې دوی ته په سوریه کې د افغان وژل شویو مهاجرینو اته انځورونه رسیدلي، چې د هغوی څخه یې ۵ تنه ان ۱۴ کلن او درې کسان ۱۷ کلن دی، او په وینا یې دا کار د بشري حقوقو ښکاره نقض دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم داسي راپورونه خپاره شوي چې د فاطمیون لښکر ټول جنګیالي افغان شیعه ګان دي چې په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د