افغانستان

د امریکایانو په بمبار کې قومندان تورجان او شل دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بمبار شوی چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه چارواکو د وژل شویو عسکرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک رسنیو ته په لنډه توګه د بمبار پېښه منلې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لنډ خبرې پيغام کې ویلي چې په دقیقه توګه امریکايي ځواکونو د ګریشک ولسوالۍ د آدم خان په سیمه کې پر دولتي پوستو بمبار وکړ چې له امله یې د تورجان په نامه یو قومندان او ورسره شل تنه سنګوري اربکیان او دولتي عسکر ووژل شول.

نوموړي وویل چې قومندان تورجان په «جګ باور» هم شهرت درلود.

د سیمې څخه خبر لرونکې کسانو نن ټکی اسیا ته وویل چې په بمبار کې هغه دولتي عسکر او اربکیان وژل شوي چې د طالبانو جامې اغوندي، سپين بیرغونه پورته کوي او د سنګوریانو په نامه په هلمند ولایت کې شهرت لري.

دغه ځواک جبار قهرمان هغه مهال جوړ کړی وو کله چې د ولسمشر اشرف غني له لوري د هلمند د جګړو د مهارولو لپاره لیږل شوی وو.

تر اوسه د پيښې په اړه بهرنیانو او نه هم دفاع وزارت څه ویلي دي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په ګریشک ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه په نښه کیږي، د روان کال د چنګاښ میاشتې پر ۳۰مه نېټه هم بهرنیو ځواکونو د دولتي ځواکونو پر پوستو بمبار وکړ چې له امله یې د دوه مهمو قومندانانو په شمول په لسګونو عسکر ووژل شول.

بشپړ خبر دلته : https://www.nunn.asia/100676

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close