
د پاکستان پوځي مشر اشرف غني ته د ملاتړ ډاډ ورکړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه کابل ته راغلی وو او په ارګ کې یې د ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړ.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ملاقات کې د بېلا بېلو موضوعاتو تر څنګ د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې.
د خبرپاڼې سره سم د پاکستان لوري ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې ورسره کړې چې هیواد یې له «تروریزم» سره د مبارزې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « دواړو لورو په ټینګار سره وویل، باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو».
باید وویل شي چې د پاکستان د پوځ مشر په داسي وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې د سیمې په اړه امریکا خپله نوې جګړییزه ستراتیژۍ اعلان کړې او پاکستان یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړی او همدا راز یې په افغانستان کې هندوستان ته د زیات رول خبر ورکړی چې پاکستان یې په کلکه مخالفت کړی او ویلي دي چې په هیڅ توګه نه غواړي چې هندوستان په افغانستان کې پوځي رول ولري.