د حکومت مشران؛ د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر له لوري تر توافق وروسته

د ملي یوالي حکومت له جوړیدو دری کاله وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له نن نه پوره دری کاله او دری ورځې وړاندې د تلې د میاشتې په (۷مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری تر وصایت لاندې د ملي یووالي په نوم حکومت جوړ شو چې تر جوړیدو سمدستي وروسته یې لومړنۍ کارنامه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول و.

د یاد حکومت د تحلیف په مراسمو کې چې ۱۴۰۰ کورنیو او بهرنیو میلمنو ګډون درلود ولسمشر غني د هیواد او ولس د امنیتي او معیشتي وضعیت د ښه کولو په اړه ډیرې ژمنې وکړي، چې د هغو له جملې څخه یې ځینې مهمې دا دي:

د امنیتي وضعیت ښه کول، د دولت په اداري سیستم کې اصلاحات راوستل، پارلماني ټاکنې تر سره کول ، اداري فساد له منځه وړل، د خلګو په دسترخوان کې ډودۍ پیدا کول، د ولس ترمنځ د ملي وحدت شیرازه ټینګول، ځوانانو ته کار پیدا کول، د کابل بانک د فساد د دوسیه څیړل او …

خو اوس چې له هغه مهاله پوره دری کاله تیریږي نه یواځې دا چې د غني له کړیو لسګونو ژمنو څخه یې یوه هم عملي شوې یا عملي کړې نه ده ، بلکې د هغه برعکس د هیواد او ولس وضعیت تر پخوا څو چنده بدتر شوی دی.

په امنیتي لحاظ کندوز دوه ځلي سقوط کړی، روزګان، هلمند، بغلان، غزني ، لوګر او… تر محاصرې لاندې دي، له هلمند ، کونړ او خوست څخه د جګړې لومړۍ کرښه د ارګ او امریکا سفارت دروازې ته رارسیدلې، د کابل ښار د ارګ په خوله کې د امنیت ملي د رجال برجسته په لسم ریاست برید، له میدان وردګ څخه د رانقلوونکو پولیسو پر موټرو چاودنه ، کابل پولیتخنیک ته څیرمه د پولیسو پر اکاډمي برید، په څرخي پله کې د بهرنیو ځواکونو د انتقالاتو پر مرکز حمله ، د سردار داود خان پر څلورسوه بستریز دولتي روغتون برید ، د کان او صنائعو وزارت پر کارمندانو برید ، د جنبش روشنايي پر لاریون کوونکو بمي چاودنه ، په شمال کې د بلخ پر شاهین قول اردو خونړي عملیات ، په زنبق څلور لاري کې د ټانکر په وسیله چاودنه او د تیرې چارشنبې په ورځ کابل ته د امریکا د دفاع وزیر او ناټو عمومي منشي د راتګ په مهال د کابل په هوايي ډګر برید هغه څه دي چې د ګډ حکومت په دري کلنې واکمني کې د ترسره شویو پوځي پیښو له جملې څخه یې د مشت نمونه یې خروار په توګه یادولای شو.

د دې په ځای چې ښاغلی غني د دولت له مخالفینو سره د روغې جوړې تګلاره مخته یوسي ټول وخت یې له خپلو سهامي شریکانو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، لومړي مرستیال جنرال دوستم، د اجرائیه ریاست مرستیال محقق ، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په ښې حکومت ولي کې له خپل پخواني سلاکار احمد ضیاء مسعود سره په مقابله او مخالفت کې تیر شو.

د ولس تر منځ د ملي یوالي د تأمین په ځای د حکومت له پیله تر اوسه خوا وشا (۶) ایتلافونه د حکومت په مقابل کې په قومي، منطقوي او تنظیمي لحاظ را پورته شوي او هر یو یې جلا جلا د حکومت خلاف فعالیت پیل کړی.
په اقتصادي لحاظ هیواد له داسې بحران سره مخ دی چې په سلګونو زره ځوانان د بیکاري له وجې هیواد پریښودو ته اړ او ډیري یې بهرنیو هیوادونو ته د رسیدو په آرمان په سمندرونو کې غرق شول.

په اداري او مالي فساد سربیره په دولتي حلقاتو کې د اخلاقي فساد ناوړه پدیده د ګډ حکومت بل هغه شرموونکی محصول دي چې د افغانانو افغانیت او اسلامیت یې دواړه تر پوښتنې لاندي راوستی.

د حکومت له پیله تر ننه يې کابینه نیمګړې او کوم کسان چې د متخصص او باکفایته اشخاصو په توګه ورته معرفي شوي هغوی اکثریت له افغانستانه بهر او یا د افغانستان په داخل کې په مالي او اخلاقي فساداتو د ککړتیا له وجې انټرپول ته مطلوب کسان وي.

د پارلماني ټاکنو او دولتي اصلاحاتو خبره هم پر ځای پاتي ، پارلمان لا هم په غیر قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي او دولتي اصلاحات د لویي جرګې د رابللو او نه رابللو ترمنځ همداسې نا اصلاح پاتې دي.

د سولې د تأمین خبره هم دیته رسیدلې چې خپله ولسمشر غني د افغانانو د وژلو لپاره د B 52 په وسیله د ټرمپ د جنګي ستراتیژي هرکلی کوي او د دولتي حاکمیت وضعیت دا دی چې ښاغلي عطاء محمد نور د بلخ د والي په توګه مستقیما د ولسمشري مقام ګواښي او اخطارونه ورکوي.

نور به وګورو چې د جان کیري د وصایت محصول د ګډ حکومت نامأنوس مولود په افغانستان کې د نورو کومو نا خوالو د راپیدا کیدو لامل کیږي، ځکه څه چې مو تر اوسه تري لیدلي هغه خو د افغانیت، اسلامیت او ملي هویت له تباهي پرته بل هیڅ ارزښت نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د