پښــــتو ادب

ستومانه ژوند – لنډه کیسه

امېد کمالزی (سهاک)

په راډیو کې د داستانونو برخه زما په غاړه وه د هرې خپرونې په پای کې به مې شمېره اورېدونکو ته ویله،یو ښه داستان مې اورېدونکو ته وړاندې کړ د تل په څېر مې شمېره وویله،ارام بستر کې  اوږد وغځېدم ستړیا مې احساسوله مبایل مې په لاس کې وه لکه د چا په انتظار کې چې یم خو داسې نه وه په نا څرګندو سوچونو کې ډوب شوم نا څاپه د مبایل په کرښه اړیکه ښکاره شوه مبایل مې په لاس کې تاو را تاو کړه شمېره نا څرګنده وه خو ځواب مې ورکړ بلې څوک یاست ځواب یې نه کاوه څو ځله مې بلې وویل له ځنډ وروسته یې وویل:

بلې تاسو محمود یاست زما له محمود سره کار دئ؟.

غږ نا څرګند وه خو ډېر خوږ او مظلومانه وه لږ بې زړه وه خو وروسته وروسته ډېره چالاکه شوه غږ یې د شل کلنې انجلۍ په څېر وه خو زړه نا

زړه مې ورته وویل:

تاسو څوک یاست ؟

ویې ویل:

زه سهیلا یم ستا د داستانونو خپرونه مې ډېره خوښېږي هر وخت یې اورم.

ما سمدلاسه مې وویل:

ښه ولې دې خوښېږي مینه دې کړې  کنه او یا بله کومه خبره  ده چې داستانونه دې خوښ دي او که وړادیز لرې سهیلا جانې؟

سهیلا وویل:

نه څه وړاندیز نه لرم خو زمونږ ژوند هم یو داستان ته ورته دئ دا خپل ژوند کیسه درسره شریکه کوم.

ور ته مې وویل:

ډېر ښه غوږ یم اغلې سهیلا.

سهیلا خپلې خبرې داسې پیل کړې:

زمونږ ژوند ډېر خوږ وه غم او  اندېښنو ته مو وار نه ورکاوه غم مو نه پېژانده ژوند مو روښنانه وه دې تیارې ته مو هېڅ فکر نه رسېده ما سره څلور خویندې او یو ورور  وو، ورور مې ډېر مینه ناکه او په کورنۍ مو ډېر مهربانه وه ښوونځی یې په ډېره مینه ولوسته له لومړي ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې په لوړه درجه بریالی وه د دولسم ټولګي کلني ازموینې واخیستل شوې  ما چې مطیع الله جان ته د ګلدوزي ټټره  پیل کړی وه خلاص  مې کړ، مطیع الله جان ازموینې ښې تېرې شوې وې نتایج را نژدې شوې مطیع الله جان هغه جامې واچولې چې ما ورته کنډلې وې ډېر ورسره ښه ښکارېده په ډېر خوښۍ او لېوالتیا ملګرو سره ښوونځي ته روان شو د ښوونځي د ډېرو ټولګیو نتایج اعلان شوي و خو د دوولسم ټولګي لا تر اوسه اعلان شوې نه و، بلې بلي محمود جانه اورې؟

زه یې خبرو ته ښه غوږ وم ورته مې وویل:

سهیلا جاني اورم خبرو ته دوام ورکړئ که مبایل کې مو پیسې نه وي زه  درته زنګ ووهم؟

سهیلا د اسوېلي په کښلو سره یې زیاته کړه:

نه محمود جانه د یوې کړۍ د پاره مې مبایل وړیا ده.

ما ور نه پوښتنه وکړه ښه نو بیا؟

سهیلا د سا کښلو سره وویل:

خوب خو به نه درځي ستاسو د پاره خو به مزاحمت نه وي؟

ژر مې ځواب ورکړ نه هر وخت زه تر ډېره ویښ یم

سهیلا وویل:

د دولسم ټولګي د نتایجو د اعلان وار راغی زده کوونکي ټول غلی وه چې اوس د دولسم زده کوونکو نتایج اعلانیږي د دولسم زده کوونکو سره به خدای په ماني وي  مطیع الله جان به تل لومړۍ درجه بریالی کېده خو دا ځل داسې نه و او نه یې د سر ښوونکي خبرداري ته پام وه،مطیع الله جان انتظار کاوه چې بیا به هم د تل په څېر به لومړۍ درجه بریالی وي خو دا ځل بل چاته د لوړې درجې پاڼه ورکړل شو سرښوونکي یې داسې ویلي وه:

( په ډېرې خواشینۍ سره دا ځل د لومړۍ درجې پاڼه مطیع الله خان ته نه بلکې یو بل تکړه ځوان ته ورکول کېږي مطیع الله خان دې نه خپه کېږي ځکه چې دا ژوند دئ کله یو او کله بل بریالی وي) له دې سره مطیع الله جان غورځېدلی وه مراسم ګډوډ شوي وه ملګرو یې ژر  روغتون ته رسولای وو د مطیع الله جان یو ملګري پلار جان ته مې تلیفون کړئ وه چې مطیع الله جان په روغتون کې بستر دئ.

د سهیلا خبرې پرې شوې مبایل بند شو مبایل مې سر ته کېښود په سوچونو کې ډوب شوم غوږونو مې کړنګاری احساساوه ګړۍ ته مې وکتل د شپې یوولس بجې وې د خوب نیت مې وکړ بړستن مې په ځان را کش کړ خوب نه راته زړه مې غوښت چې سهیلا  ته ټلیفون وکړم عږ یې ډېر را باندې خوږ لګېده دې په مبایل اړیکه ښکاره شو شمېره د سهیلا  نه وو زړه مې نه غوښت چې ځواب ورکړم په پرله پسې توګه اړیکې راغلل ځواب مې ورکړ:

بلې محمود جانه لکه چې ویده شوی یې او زما خبرو نه ستړی شوې؟

بیا هم سهیلا وه ورته مې وویل:

نه نه سهیلا جانې ما غوښتل تا ته ټلیفون وکړم خو ما ویل چې تاته کومه ستونزه جوړه نه کړم ښه سهیلا جانې تا وویل مطیع الله او مونږ د سر ښوونکي خبرداریو ته پام نه وه هغه څه خبرداری کړی وه؟

سهیلا بیا هم په ستومانه غږ وویل:

سر ښوونکی زما په غوښتنه پسې کسان استولي وه چې ما سره واده وکړي چې نه زما او نه مې د کورنۍ خوښه وه ځکه یې مطیع الله جان له درجې نه وغورځاوه نو کله چې روغتون ته ورسېدو پوښتنه مو وکړه مطیع الله جان مو وموند په بستر کې ډاکټران ترې چاپېر وه اکسېجن پرې چالان وه ډاکټرانو مونږ له مطیع الله جانه بهر کړو بهر د مطیع الله جان ټول ملګري او ښوونکي ولاړ و پلار مې د مطیع الله جان ملګرو نه پوښتنې وکړې خو چا سم ځواب نه ورکاوه زما سترګې د روغتون په وره وه ډاکټران په بېړه تلل را تل خو کومه نوې خبره نه وه شېبې پس یو نرس په بېړه بېړه د روغتون په وره مخامخ راغی نرس په بېړه غږ کړ:

(د مطیع الله ناروغ دوستان څوک دي ژر راشئ؟)

زمونږ په رسېدو مطیع الله جان زمونږ په لوري  را کتل مور مې غېږه ورکړه چیغې یې کړې ډاکټرانو ځینې لرې کړه مطیع الله جان څه نه شو ویلای خو سترګو کې يې څه موخه وه سترګې یې زمونږ په لوري وې پلار مې مطیع الله جان ته کتل ما او مور مې چیغې وهلې چې د مطیع الله حال بیا بدل شو وینې یې وګرځولې ډاکتران ورخطا شول کښته پورته یې منډې وهلې دوه تنه ډاکټر له مطیع الله جان سره ولاړ وه په مېز ډول ډول درمل او نور طبی وسایل وه ما فکر کاوه چې اوس به مطیع الله جان عملیاتوي خو زه پوه نه شوو چې د مطیع الله جان ځنکدن دئ ځکه چې په مونږ کې کوم مړی نه وه شوی هغه نرس د مطیع الله جان زنه او پښې یې وتړلې مور مې چیغې کړې (نه مطیع الله مې مړ نه دئ مطیع الله جانه) د مطیع الله په ټټر یې ځان واچاوه مطیع الله په ځان کې هغه ټټر وه چې ما ورته په خپلو لاسونونو کنډلې وه ډاکټرانو وویل:

(زمونږ ډېر کوښښ و چې ستاسو د ناروغ ژوند وژغورو خو له بده مرغه ومو نه شو ژغورلای زړه یې چاودلی برکت یې پر تاسو) زده کوونکو او ښوونکو زمونږ ژړاوو سره چیغې کړې او دننه راغلل د قیامت ورځ جوړه شوه تر مونږ نه ښوونکو او زده کوونکو ډېرې چیغې کولې ډاکټرانو د مطیع الله مړی بهر کړ وروسته یې تابوت کړ د مطیع الله له جنازې سره ډېر موټر روان وه کور ته په رسېدو سره چیغې ژړاووې شوې ټول دوستان مو راغلي وه مور مې ولېدلې وه خو پلار سره مې د جنازې د مراسمو غم وه هغه سرښوونکی تر ټولو د مخه راغلی و او تر ټولو د مخه یې په مطیع الله جان خاورې اړولې په مطیع الله جان ورور مې د خاورو ډېرۍ ودرول شوې ډول ډول رنګینه بیرغونه یې په ودرول د مطیع الله غم هغه ورځ بیا تازه شو

دې سره سهیلا په سلګیو پیل وکړ په دې وخت کې زما زړه سم درد وکړ له سهیلا نه مې د نورو پوښتنو توان نه درلود سهیلا په سلګیو سلګیو سره زیاته کړه:

هغه ورځ کې چې د مطیع الله جان د ښوونځي بری لیک یې یو ملګري راوړ هغه مې ښه چوکاټ کړ ښه مې ساتلی دئ  مور ته مې عصبي او د زړه ناروغي پیدا شوې ژوند مو اوس له بد مرغیو ډک دئ خوښيو رانه کډه کړې مطیع الله جان د تل لپاره له مونږ نه جلا شو بې وروره خویندې شولو د ورور په مینه پسې مو سترګې ړندې شوې له ژوند نه ستړي ستومانه یوو په ژوند کې مو خوند نشته محمود جانه دا زمونږ د یو ورور څلور خوېندو داستان وه خوشحاله شپه ښه ژوند خدای په امان.

پای

میدان ښار،افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x