افغانستان

میوند قول اردو: پر افغان ځواکونو بمبار دولتي الوتکو کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د میوند قول اردو د رسنیز دفتر مرستیال جګړن عبدالقدیر رسنیو ته ویلي چې په ګریشک ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بمبار ددوی الوتکو د ناسمو معلوماتو پر اساس کړی، نوموړي د ملي امنیت منسوبین ملامت کړل او وې ویل چې هغوی هوايي ځواک ته ناسم معلومات ورکړي وه.

د یادونې وړ ده چې نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې دولتي الوتکو پر خپلو ځواکونو بمبار وکړ او لږ تر لږه یې لس تنه سرتیري ووژل، یو شمېر نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې پېښه نن ماځیګر د ګریشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سیمه کې را منځته شوې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په بمبار کې شل تنه سنګوریان او دولتي ځواکونه وژل شوي. نوموړي وویل چې په دغه پېښه کې د تورجان په نامه یو جګپوړی قومندان هم وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x