دیني، سیرت او تاریخ

واحد ملک، واحد نظام، واحد نصاب دوخت اړتیا

مفتي احسان الله…

نصاب دمحصل په جوړښت کې حیاتي ارزښت لري، دهري عصري یا دیني ادارې نصاب چې قوي، دحالاتو او عصر سره موافق وي، دهغې فارغ التحصیل محصل هم دجامعې لپاره دحیات او ژوند غوره تعمیر ګرزي، نو ځکه په نړۍ کې حکومتي او شخصي ادارې کوښښ کوي، تر څو خپل نصاب لا دترقې پر لار ګامزن کړي، دنصاب لپاره دډیرو عمده وتليو او مجربو عالمانو مستقلې شوراوې لري، دوخت او حالاتو سره سم دتعلیمي کال په پیل کې ورباندي بحث و مباحثه کوي.

ومولېدل چې دبخاری، سمرقند، تاشقند او ترمذ وختونه تیر سول، نن يې څوک دتعلیم په حیث نوم هم نه پېږني، خو دهغه وخت دعلماو آثار په فقه، أحادیثو او تاریخ کې دهر معلم او متعلم مأوی دي.

زموږ دملک په تاریخ کې دبلخ، بست، هرات، غزنه، کابل، غور او داسي نورو ځایو نومونو په تعلیمي میدان کې دستورو په شان ځلانده رڼا درلوده، خو اوس ورته په هغه حیثیت خلک قایل ندي.

په علمي لحاظ پر افغانستان دیوې سکتې شاهدان هم یو، نه مو واحد نصاب درلود، نه مو جوړي حکومتي او شخصي مدرسې او ادارې درلودې، نن سبا درب متعال یو خاص احسان دی، چې دملک په مختلفو لویو او وړو ښارو آن په کلیوالو سمو کې هم مدرسې مخ په وده رواني دي.

یاد ساتئ!

نن مو زرینه موقع په لاس کې ده، خدای مه کړه، رانه ضایع نسې، که داسي وسول قصوروار به خپله موږ یو، ددین اسلام تاریخي دشمنانو نه هیڅکله هم هير نه یو، او نه مو په ازاد حالت کې زغملای سي، دوخت په انتظار دي، یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي، خو اوس ستاسو نه ورته ډیر تکلیف ورکونکو سره لاس او ګریوان دی، خداي دي نکړي، کله چې فارغ البال سي، هدف او ټارګټ به تاسو، ستاسو نصاب او ادارې وي، ځکه همدا دي چې داسلام دقلعې لپاره مدافع قوه جوړه وي.

اوس مو وخت دی، چې دراتلونکي لپاره تابیا ونیسو، یو موټی سو، دمشکلاتو حل ولټوو، یو واحد نصاب ولرو، دافراتفري نه خپل قیمتي او ارزښتناک طالب علمان وساتو.

که داسي ونه کړو، یو خوا به دحکومتو له دینه ناخبره سرلارو دمشکلاتو سره مخ یو، کله به مو یو او کله په بل نامه مدرسې راته بدنامه وي، محصل او طالب به مو له مشکلاتو سره مخ کوي، کله به نصاب دخپل فرمایش سره برابر غواړي، کله به را ته په مالي منابعو کې مشکلات جوړوي، خدای مه کړه، ډیر ممکن چې داسي وخت به هم راسي، پر مدرسه او مسجد جوړولو به مو یا پابندي عایده وي، او یا به مو مسجد محراب ممبر او مدرسه ددغو له دينه لري کسانو لخوا اداره کیږي.

که واحد واوسو نو خپل عملي قدرونه به مو هم په علمي لحاظ ښه سنبال کړي وي، په اوسني حالت کې دیو ښار نصاب له بل سره فرق لري، آن په یو ښار کې دیوې ادارې نصاب دبل نه مختلف وي، چې دا مو دطالبانو داستعداد دکمزوري کولو تر ټولو عمده لامل دی.

تاسو که دمشکل حل ورته را ونه باسئ، ممکن راتلونکي مو دداسي لومو ښکار سي، چې دمسیر نه به واوړي، او یا به دجدیدیت او عصریت په لومه اخته سي، یا ممکن دګاونډیو ملکو دنصابو تر تاثیر لاندي راسي، چې دا به مو اسلامیت او افغانیت دواړو ته دخطر زنګ وي. او دا کار (واحد نصاب) کېدونکی دی، که تاسو يې ذمه فارغه نکړئ، نوي نسولونه به يې ضرور کوي، خو دهغوی په وړاندي به خنډونه تر تاسو لاهم زیات وي.

یو ملک دحکومتي سرپرستۍ نه بغیر پر واحد نصاب راټولول اسانه کار هم ندی، مشکلات لري، تکالیف به په وړاندي راځي، مشران علما به مو دتحمل مظهر ځان جوړه وي، دحکومتي ننګونو سره به لاس او ګریوان وي، خپل منځي اختلافات به وي، ډیری علما به په خپل خود ساخته نظام او نصاب جامد ولاړ وي، خو پخه اراده دا هر څه منحل کولای سي، دملک په سطحه نن دغرونو په شان قوي علمي له اوږدې تجربې ډک قدرنونه په ملک کې دننه او دباندي لرو.

دولایاتو په سطحه دي وړې وړې دعلماو شوراوي جوړي سي، دهغوی نه دې وتلې څېرې دملک په کچه په وار وار سمینارونه او مجالس دایر کړي، بالآخر دي یوه ملکي شورا له مشهورو مجربو علماو نه جوړه سي، هغوی دي دحالاتو جاج واخلي، یو ابتدايې نصاب دي پیش کړي، نصابي کميټۍ دي جوړه کړي، همداسي به ورو ورو روان وي.

که په دې کار کې کامیاب سو، دا به دجابرو او ظالمو جناتو مدافع کونکي هم وي، کنه تاسو هم شاهدان یاست کله په مرکز کابل کې ديو ادارې دبدنامولو کوښښ کیږي، کله په هرات، کله په خوست، کله په ننګرهار او کله قندهار کې، خو په ډیر افسوس چې تر اوسه ددې دحل او دفع لپاره په ملکي سطحه ځای خالي پاته دی، ځان ځاني خپله خواري ده، هر یو مجبور دی، چې خپل مشکل په خپله حل کړي، او دا دهر چا دبس کار هم ندی.

دلا ويښتیا په هلیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x