د نیمروز په خاشرود کې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې کلینیک جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک رغول کیږي.

د دې کلینیک کار د طالبانو په همکاري د یوې خیره مؤسسې لخوا پیل شوی او د رغونې چارې یې تر ډیره حده بشپړې شوي دي.

طالبانو په نیمروز ولایت کې د خپلو نظامي او ملکي خدماتو اړوند په یو تازه ویډیويي راپور کې د یاد روغتيايي کلینیک د تعمیراتي بهیر صحنې عکاسي کړي، چې کاریګر یې د جوړولو په چارو بوخت دي او د ودانۍ زیاته برخه رغول شوې.

په ویډیو کې د طالبانو د عام المنفعه تاسیساتو ولایتي مسئول (حاجي هجرت) دغه کلینیک د ټولګټو تاسیساتو د رغولو په لړ کې خورا مهمه پروژه ګڼلې او ویې ویل چې د خاشرود ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکز د نشتون له کبله له سختو ستونزو سره مخ وو او په وینا یې دا کلینیک به د خلکو لپاره د ډیرې هوسایۍ لامل وګرځي.

نوموړی زیاتوي چې د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته عام المنفعه خدمات په پام کې لري او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې طالبان د هر ډول ټولګټو تاسیساتو رغونه او ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.

د یاد کلینیک د رغولو د پروژې یو تن انجینر (نورالحق اخندزاده) هم د طالبانو په همکارۍ خوښي څرګنده کړه او له طالب چارواکو يې مننه وکړه چې د کلینک په جوړولو کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دې یوازیني کلینیک ودانۍ په ۲۰ خونو مشتمله ده او په پام کې ده چې د عامو صحي خدماتو ترڅنګ به د لابراتوار، ایکسری او اپریشن (عملیات) په برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تر دې وړاندې په خاشرود ولسوالۍ کې هیڅ روغتیايي مرکز یا کلینیک شتون نه درلود.