افغانستان

اروزګان کې اورښتونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

نن ټکی آسیا: له اروزګان ولایت څخه ورکول شوي راپورونه وايي، چې د زیاتو اورښتونو او اوبو له کبله د سېمي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
تر اوسه پورې د دوو تنو د مړه کېدو او سلګونو نورو د بند پاتي کېدو خبر ورکول شوی.

د اروزګان ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي د  ادارې امر عصمت الله وويل، د تېرو پنځو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د اورښتونو له امله ٢ تنه وژل شوي او په بېلابيلو سيمو کې تر سلو زيات کورونه ويجاړ شوي دي.
د نوموړي په خبره په وژل شویو کسانو کې يو يې د مرکز اړوند د ابرغه په سيمه کې او بل يې د ګېزاب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه اورښتونو کې زيات کورونه په لرو پرتو ولسوالۍ کې ويجاړ شوي .
په ورته مهال د ده راوت ولسوال امين خالقي وويل، چې ددغه ولسوالۍ دوه کلي د هلمند د سند د زياتېدو له امله اوبو لاندې کړي دي.
د نوموړ ي په وينا ، ځايي خلک ور سره ټليفوني اړيکې نيسي او د مرستې غوښتنه ترې کوي.
د هغه په خبره، د نورو نږدې سيمو خلک د ټوپانو په واسطه د دغو ايسارو شوو خلکو په راوستلو کې مرسته کوي خو دولت تر اوسه څه نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x