نړۍ

فرانسه: یوه سړي دوې ښځې په چاړه ووژلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وویل چې هغه بریدګر یې وژلی چې نن یې د اورګاډو په تمځای کې دوه ښځې په چړې ځای پر ځای ووژلې.

پېښه د فرانسې په جنوبي ښار مرسیلیا کې را منځته شوې، د پولیسو ځینو سرچینو ویلي چې دا پېښه تروریستي وه، ځکه چې بریدګر د برید پر مهال د «الله اکبر» چیغه کړې.

مرسیلیا د فرانسې دوهم لوی ښار دی، د پيښې وروسته د اورګاډو په حرکت کې تغییر او توقف د لوی ازدحام سبب وګرځېد.

باید وویل شي چې په کال ۲۰۱۵ کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې وسلوالو د مسلسلو بریدونو په پایله کې ۱۳۰ تنه ووژل شول او فرانسې له هغه راهیسي بیړنی امنیت حالت لګولی دی ، بیا تېر کال هم د «نیس» په ښار کې د ملي ورځې د جشن پر مهال یوه کس په موټر خلک ووهل چې له امله یې ۸۶ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x