نړۍ

په سوریه کې ټپي شوی روسی ډګروال ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د سوریې په حماة ښار کې د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شوی روسی ډګروال نن د یکشنبې په ورځ په روسیه کې ومړ.

د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډګروال فالیری په سوریه کې تر ټپي کېدو وروسته په نظامي مرکزي روغتون کې تر تداوي لاندي وو، خو نن یې ساه ورکړه.

باید وویل شي چې دا په تیرو لنډو ورځو کې دوهم جګپوړی پوځي مسؤول دی چې د سوریې په جګړه کې وژل کیږي.

تېره اونۍ د فالیري په نامه یو روسی جنرال هم د سوریې په دیرالزور ښار کې د هاوان ښکار او ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x