نظــر

د ګوانتانامو له زندانه یو لیک!

لیکونکی: معاذ العلوي. معاذ په ګوانتانامو کې د یمن هېواد زنداني او د غذایي اعتصاب کوونکو له ډلې یو تن اعتصاب کوونکی دی.

زه دا لیک پداسې حال کې لیکم چې خولې ته مې ډیرې بدې کانګې راځي او معده مې هم د نن سهار د هغه خوراک له امله چې په ما یې په زوره خوړلی دی له شدید درد سره مخ ده. تاسو چې خبرونه ګورۍ او لولۍ ښایي داسې فکر وکړۍ چې موږ به خپل اعتصاب ته د پای ټکی اېښی وي. ښایي دا فکر به مو هم کړی وي چې زموږ د اعتصاب په پایله کې به دولت موږ ته څه امتیازات راکړي وي خو؛ موږ به د ګوانتانامو د دېوالونو تر شا بندیان اوسو خو غلي نه کښېنو.

تاسو ته ددغه لیک له استولو څخه مو موخه داده چې موږ تراوسه پورې خپل اعتصاب پای ته ندی رسولی. موږ به تر هغو پورې خپل اعتصاب ته دوام ورکوو تر څو چې زموږ د حیثیت اعاده نه وي شوي او اجازه راکړل شوې نه وي چې خپلو کورونو ته ولاړ شو.

د اولسمشر بارک اوباما د خواخوږۍ او بشرپالنې د احساس په نتیجه کې ډګروال بوډګن چې د ګوانتانامو زندان عمومي مسؤول دی زموږ د عورت توهین آمېزه تلاشي ګانې اخلي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې موږ له خپل وکیل یا کورنۍ سره په تلیفون کې د غږېدو لپاره ووځو. دغه ډګروال زموږ طبي معاینات، حقوقي او قضایي سندونه او قرآن کریمونه ضبط کړي دي.

نوموړی ډګروال موږ ته په خطاب کې وایي چې زه ستاسو په اداره کولو ډېر ښه پوهېږم، دا ځکه چې زه په کور کې ماشومان لرم. موږ دده ماشومان نه یو او یقیناً، نه هم دا زندان زموږ کور دی. موږ له خپلو کورنیو سره نارینه رالوی شوي یو، هغه کورنۍ چې اوس زموږ پر وضعیت ندي خبر چې موږ څه او څرنګه ښکارو.  

دلته په زندان کې یو زنداني د سوله ییز غذایي اعتصاب په پایله کې په اتوماتیک ډول [تأدیبي حالت] ته داخلیږي چې وروسته پرې ډول ډول شکنجې او تعذیبونه تحمیلیږي. د اعتصاب د اېل کولو او د معتصبینو د ټکولو په موخه زندانیان له خپلو ملګرو بېلوي او فردي کوټو ته یې اچوي چې هلته ورباندې په زوره ډوډۍ خوړل کېږي.

په همدې دلیل ما تصمیم ونیو چې زه د خپل زنداني کېدو په اړه دلته لاریون وکړم. زما ځانګړې طبي دوشکه (توشکه) او بالښتونه چې ما ته د ملا د درد په خاطر راکړل شوي ول، زما زیرپېراهني ګانې، د وېښتانو برقي ماشین، صابون، شامپو او د غاښونو برس او کریم دا هر څه له ما څخه اخستل شوي او ضبط شوي دي.

د غلطۍ لیکې ـ له ګوانتانامو وروسته ژوند

زه همدارنګه هره ورځ د یو ساعت لپاره ددغو مامورینو له لوري په ځمکه غورځول کېږم او په زوره راباندې ډوډۍ خوړل کېږي. په دغه دوران کې چې په ما په زوره ډوډۍ خوري، زه په دوامداره توګه کانګې کوم او چې کله مې بېرته خپلې کوټې ته وړي نو هغه ګاردان چې ما انتقالوي زما په کانګو باندې مرداریږي.

دوی زما له کانګو څخه د ځان ساتلو په موخه زما په سر د مخ پلاستیکي ماسک ږدي او په زوره یې کښېکاږي او بندوي یې. پدغسې حالت کې نږدې وي چې [خپه شم] ځکه چې ما ته کانګې راځي او د تنفس لاره مې بنده وي.

کله چې زه غواړم ساه وکاږم، ګاردان راپورې خاندي او ټوکې او مسخرې راباندې کوي. وروسته مې دوی په کوټه کې پر ځمکه څملوي، په شا مې راخیږي او په زوره زوره فشار راکوي او کوښښ کوي هغه پاتې څه راباندې استفراق کړي چې دوی په زوره راباندې خوړلي. ددغو ګاردانو هغه کم وزنه یې 190 پونډه وزن لري حال دا چې زما ټول وزن 98 پونډه دی؛ دا د تعجب ځای دی چې څنګه مې ملا نه ماتیږي.

له هغو پرته چې له ما سره زندانیان دي نور پدې نه پوهیږي چې موږ څه ډول تکالیف زغمو. ډګروال بوډګن ګوانتانامو ته د رسنیو د داخلېدو مخالفت پدې بهانه کوي چې هغه زموږ محرمیت ساتي. خو دلته هېڅ څوک دغه راز محرمیت نه غواړي. ډګروال ویریږي که چیرې رسنۍ دلته راغلې او له زندانیانو سره یې وکتل او مصاحبې یې ورسره وکړې نو دده وحشت او ځناورتوب به معلوم او څرګند شي. زه هیله من یم چې د هغه د افتضاح په پار به دغه لیک بسنه وکړي.  

اوسمهال غذایي اعتصاب کوونکي 21 تنه دي. زه یو له هغو 16 تنو یم چې په زوره او جبر راباندې ډوډۍ خوړل کیږي. دوی غواړي چې زموږ اعتصاب په فردي کوټو کې د زنداني کولو او د حیواني رویې له لارې وټکوي خو موږ به هېڅکله خپل اعتصاب پرې نه ږدو.

موږ به غلي کښېننو او دوی نړۍ ته زموږ د شمېر د نه معلومولو په سبب موږ پټ نشي ساتلی. د ډوډۍ نه خوړل زموږ د لاریون یوازنۍ سوله ییزه لاره ده چې موږ اختیار کړې، او دا هغه یوازنۍ سوله ییزه لاره ده چې موږ د امریکا د دولت او د امریکا د خلکو د توجه جلبول غواړو.

ډګروال بوډګن زموږ لاریون پدې ډول تعبیر کړ چې ګواکې موږ په جنګ کې یو. خو دا دولس کاله کېږي چې دلته پراته یو او دا کوم جنګ ندی. موږ غیرمسلح بندیان یو. زه د امریکا له خلکو پوښتنه کوم، چېرته ده هغه آزادي چې د امریکا دولت یې چېغې وهي؟ آیا تاسو له دې ټولو مظالمو سترګې پټوۍ چې ستاسو دولت یې له موږ سره کوي؟ زه پوهېږم چې اکثره وخت دولتونه هغه څه کوي چې د هغوی ملت یې نه غواړي او زه دا دعا کوم چې د امریکا خلک به هم دا ډول ناروا او تجاوز نه مني او دوی به داسې کوم کار وکړي چې ددا ډول نادودو مخه ونیسي.

ژباړه: عبدالبصیر عتیق زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x