نادري ناولدهنړۍ

په سعودي کې مظاهره وشوه.. د څه لپاره؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د سعودي په حایل ښار کې په سلګونو سعودیانو مظاهره وکړه، تر څو یوه ښځه په مېړه طلاقه کړي.

په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي ویډیو ښيی چې د یوې قبیلې «الشمر» ځوانان د حایل په ښار کې ددې لپاره را ټول شوي چې د «الرشیدي» په نامه قبیلې د ځوان څخه خپل د قبیلې ښځه طلاقه کړي، ځکه چې ددوی په وینا ددواړو قبیلو تر منځ برابري نه ده مراعت شوې.

په ټویټر کې ددغه مظاهرې په اړه یوه فعال لیکلي چې د الرشیدي قبیلې یوه ځوان د الشمریه قبیلې ښځه څلور کاله تر مخه کړې او اولادونه ځیني لري، خو بیا هم جهل دغه ځای ته رسیدلی.

د ترکي الشلهوب په نامه یوه ټویټر فعال لیکلي چې جهل او شاتګ دغه ځای ته رسیدلی، دومره خلک را ټول شوي تر څو د نابرابروالي په بهانه یوه ښځه د خپل مېړه څخه طلاقه کړي، کاش چې د یوې کونډې د حق لپاره را ټول شوي وای.

باید وویل شي چې د سعودي اکثره قبایل اوس هم خپل زاړه عادات او رواجونه ساتي، په ځانګړي ډول ځیني هغه قبایل چې نسب یې کمزوری وی، په ټیټه سترګه ورته کتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نثار

چی دوی به څوارلس سوه کاله مخکی لا سومره لا زیات خره ول ######

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x